د لاس رسي وړ اتصالات

نږدې دوه لسیزو کې ۱۱۷خبریالان افغانستان کې وژل شوي


(ارشیف) افغانستان کې افغان خبریالان د مرګ د ګواښنونو په ګډون د تاوتریخوالي د بیلابیلو ډولو سره مخ دي
(ارشیف) افغانستان کې افغان خبریالان د مرګ د ګواښنونو په ګډون د تاوتریخوالي د بیلابیلو ډولو سره مخ دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تیرو نږدې دوو لسیزو کې دغه وزارت په افغانستان کې د څو بهرنیو خبریالانو په ګډون د ۱۱۹ خبریالانو د وژلو قضیې ثبت کړي، چې په کې له دغه هیواد بهر د دوو افغان خبریالانو د وژلو قضیې هم شاملې دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نهو خبریالانو د وژلو د دوسیو پرته د نورو ټولو خبریالانو دوسیې څیړل شوي او په اړه پریکړې هم شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د څانګې مسول نجیب الله مقصودي د سه شنبې په ورځ جولای ۷ ( چنګاښ ۱۷) د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو د ارزولو یوې فوق العاده غونډې ته وویل: "د ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته، چې کوم خبریالان وژل شوي د هغوی ټولې دوسیې څیړل شوي دي او هیڅ کومه دوسیه له څیړنو نه ده پاتې شوې."

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال دفتر له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ښاغلي دانش په مشرۍ جوړې شوې غونډې ته د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي، چې تر اوسه دغې څارنوالۍ ته د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۹ قضیې رسیدلي، چې ۳۱ یې د قتل قضیې دي.

د بلې خوا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په تیرو شپږ میاشتو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د زیاتیدو، خو د خبریالانو د وژلو په پیښو کې د کموالي خبر ورکړی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیتې یوې چارواکې میرمن وحیده فیضي نن د چهارشنبې په ورځ جولای ۸ ( چنګاښ ۱۸) امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دغې کمیتې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل څخه د جون د میاشتې تر وروستیو پورې د خبریالانو د قتل دوه قضیې او ۱۱ نورو د ټپي کیدو ثبت کړي دي.

د دې کمیټې د معلوماتو له مخې د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې درې خبریالان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښنونه په وروستیو کلنو کې زیات شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې دوه غړي، چې په کابل کې یې پر یو روغتون او د یوې رسنۍ پر دفتر د ترید پلان درلود نیولي دي.

XS
SM
MD
LG