د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د طالب مشرانو سره په اسلام اباد کې ملاقات کړیدی.
د وزیرستان نه د پارلمان غړی محسن داوړ وایي چې د پاکستان حکومت ته پکار وه چې د طالبانو پر ځای د افغانستان د حکومت سره د سولې لپاره کار وکړي.
محسن داوړ وویل چې تر څو پاکستان د افغانستان د یو ازاد ملک په حیث درناوې و نکړي، او د ترهگرو ډلو پر ځای د حکومت سره تماس و نلري، د سولې هڅې به بې گټي وي.
نزرانې یوسفزۍ د محسن داوړ سره مرکه کړیده. تاسو ته یې در اورو.