د لاس رسي وړ اتصالات

د چای پلورونکي زوی څنګه پر هند واکمن شو؟؛ د مودي د ژوند کیسه


د هند صدراعظم نریدرا مودي
د هند صدراعظم نریدرا مودي

د هند صدراعظم نریدرا مودي په خپلې واکمنۍ کې هند له سیکولر (په مذهب نه ولاړ) اساس څخه لیرې کړی او د لسیزو راهیسې یې داسې سیاست غوره کړی چې هندو مذهب ته پکې لومړيتوب ورکول کیږي.

پر هغه تور دی چې په هند کې د تیرې یوې پیړۍ د مذهبي تاوتریخوالي ترټولو خونړیو پېښو کې لتاړ دی او د واکمنۍ پر مهال یې په هند کې د مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو په خلاف تشدد زیات شوی دی.

د هند دا ۷۳ کلن مشر که څه هم یو مهال د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ و خو اوس ورسره تودې اړیکې پالي او په مکرر ډول د نړۍ د ترټولو مشهورو مشرانو په کتار کې راځي.

د هغه ملاتړي د نوموړي سختدریځي شخصیت ته درناوی کوي، او دا چې په یوې بې وزلې کورنۍ کې رالوی شوی اوس د هند د اکثریت د عقیدې پالنه کوي.

د تیرو ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې مودي په مکرر ډول پر خپلو سیاسي حریفانو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې: "دوی زما د عاجزانه اصل له امله ما نه خوښوي... هو، دا چې په یوې غریبې کورنۍ کې رالوی شوی کس صدراعظم شي. هغوی له دې حقیقت څخه خپله کرکه نه پټوي."

مودي په ۱۹۵۰ کې په لویدیځ ایالت ګجرات کې زیږیدلی. د هغه پلار پنځه نور ماشومان هم لرل او د ریل ګاډي په یو تمځای کې یې چای پلوره.

د ښوونځي په کلونو کې مودي یو اوسط زده کونکی بلل کېده او له عامه وینا کولو سره یې مینه لرله او له همدې کبله یې د خپل ښوونځي د مناظرې په کلب کې غړیتوب اخیستی و، ددې ترڅنګ یې د تیاتر په نندارتونونو کې ګډون کاوه.

مودي‌ له خپلې مور سره
مودي‌ له خپلې مور سره

د مودي سیاسي برخلیک ښايي په اته کلنۍ کې هغه مهال مشخص شو چې هغه د "راشټریا سویم سیوک سنګ (ار ایس ایس)" په نوم د هندوانو سخت دریځې نیمه پوځي ملتپالې سازمان کې د داوطلب په توګه غړیتوب ترلاسه کړ.

مودي خپل ژوند د اساسي قانون له پلوه په سیکولر هند کې د هندوانو د واک پراختیا ته وقف کړ. په ۱۸ کلنۍ کې ورته مور او پلار واده وکړ خو نوموړي پرته له دې چې طلاق واخلي، ښايي د خپلو سیاسي اهدافو د پالولو په خاطر له خپلې مېرمنې سره له ژوند کولو ډډه وکړه. ځکه چې په ار ایس ایس سازمان کې د کار کولو یو شرط ده و چې نوي داوطلبان باید مجرد وي.

خونړۍ بلواګانې

په ار ایس ایس سازمان کې داوطلبۍ، مودي ددغه سازمان په سیاسي څانګه، بهارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) کې کار کولو ته چمتو کړ چې دا ګوند په ۱۹۹۰ لسیزه کې په یو لوی ځواک د بدلېدلو په حال کې و.

هغه په ۲۰۰۱ کې د ګجرات د اعلی وزیر په توګه وټاکل شو او یو کال وروسته دغه ایالت فرقه ایزو بلواوو ولړزاوه. دا فرقه يي تاوتریخوالی د اورلګېدو له هغه پیښې وروسته پیل شو چې په لسګونو هندو زیارت کوونکي پکې مړه شول.

د فرقه يي تاوتریخوالي په دغو پیښو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې مسلمانان وو. مودي تورن دی چې دغو ناکراریو ته یې لمن وهلې او د مخنیوي لپاره یې د پولیسو په ګمارلو کې پاتې راغلی دی.

مودي وروسته د بي بي سي یو خبریال ته وویل چې لاریونونو ته د غبرګون په ښودلو کې د هغه اصلي کمزوري دا وه چې نه پوهیده چې "رسنۍ څنګه اداره کړي."

مودي د ګجرات د اعلی وزیر په توګه په مذهبي مراسمو کې
مودي د ګجرات د اعلی وزیر په توګه په مذهبي مراسمو کې

د هند سترې محکمې د یوې څیړنې په نتیجه کې وویل چې داسې کافي اسناد او شواهد نشته چې له مخې یې مودي محاکمه شي. خو په نړیوالو غبرګونونو کې، متحده ایالاتو او بریتانیا ته د مودي په سفر باندې د څو کلونو لپاره بندیز ولګېد.

دا پيښې او سیاسي جریانات د هند په سیاسي ډګر کې د بدلون پیلامه وه چې ورپسې په کور دننه د هندوانو د ګټو د ساتوونکي په توګه مودي محبوبیت نور هم زیات شو.

هغه په دې باور دی چې هندو مذهبي په هند کې د هغو سیکولرانو لخوا پرمختګ ته ندي پرېښودل شوي چې د بریتانیا څخه د ازادۍ اخیستلو راهیسې په هند کې واکمن وو.

'یو نوی تاریخ'

د مودي منتقدینو د هغه له خوا د خپلو سیاسي سیالانو د محاکمه کولو د لړۍ او د ازادو رسنیو د محدود کولو د هڅو له کبله د خطر زنګ وهلی دی. هندي مسلمانان چې شمېر یې له ۲۰۰ میلیونو اوړي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن ​دي.

صدارت ته د مودي له رسېدو وروسته، هندي مسلمانان، هندوانو ته د مقدس څاروي، غوايي د حلالولو له کبله ځورول شوي او یا وژل شوي دي.

خو لویدیځو ډیموکراسیو د چین د پراختیا په وړاندې د یو سیمه ایز متحد د موندلو په موخه د مودي په اداره کې د بشري حقونو اندېښنې له پامه غورځولي دي.

مودي تیر کال د ولسمشر جو بایډن په بلنه د یوې ځانګړې مېلمستیا په ترڅ کې سپینې ماڼۍ ته ولاړ او د متحده ایالاتو د کانګرس ګډې غونډې ته یې وینا وکړه.

مودي د بابري جومات پر ځای جوړ شوی مندر پرانیست.
مودي د بابري جومات پر ځای جوړ شوی مندر پرانیست.

مودي د هند پراخېدونکی ډیپلوماتیک او اقتصادي ځواک د خپل کار نتیجه بولي او ادعا کوي چې د هغه تر نظارت لاندې هند په یو "ویشوا ګورو" بدل شوی چې ټوله نړۍ ورڅخه زده کړه کوي.

د هغه بهارتیا جنتا ګوند په دې عقیده دی چې پر هند د مسلمانو مغلو پاچاهانو د څو پیړیو اقتدار او بیا د بریتانیا د استعار په ترڅ کې هندوان ځپل شوي او دا هېواد اوس خپل حقیقي نړیوال حیثیت ترلاسه کړی دی.

د مودي حکومت په نوي ډیلي کې د استعماري دورې ښاري منظرې نوي کړي، درسي کتابونه یې له سره لیکلي او د بریتانوي دورې د سزا قوانین یې په دې موخه بدل کړي ترڅو هغه څه له منځه یوسي چې د بهرني تسلط نښې ګڼل کیږي.

دا بهیر د جنورۍ په میاشت کې هغه مهال خپل اوج ته ورسید کله چې مودي د ایودیا په ښارګوټي کې یو نوی مندر پرانیست. دا مندر په ۱۹۹۲ کې د ویجاړ شوي بابري جومات پر ځای رغول شوی دی. بابري جومات څو پیړۍ وړاندې د مغلو په دوره کې جوړ شوی و.

مودي د پراخو مراسمو په ترڅ کې وویل چې د مندر تقدس وښودله چې هند "د غلامۍ له ذهنیت څخه راوځي." هغه زیاته کړه: "ملت د نوي تاریخ پیلامه جوړوي."

دا مطلب د فرانس پرس اژانس د راپور له مخې ترتیب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG