د کډوالو نړیواله اداره وايي چې د مدیترانې د بحیري له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو مرګ زیات شوی دی. د جرمني د برلین په ښار کې د دغې ادارې د تدقیق څانګې د سه شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۲۹۰۱ کسان یا مړه شوي او یا ورک شوي دي. دغه تلفات د تېرکال د همدغې مودې په پرتله ۳۷ فیصده زیات دي.
په دوی کې یې ۲۴۸۴ تنه یې د شمالي افریقا نه د مدیترانې په مرکزې لارې ایټالیا تلل چې مړه شوي دي، په داسې حال کې له همدې لارې نه د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بیا ۷۰ زره کسان اروپا ته ورسېدل.
په برلین کې د کډوالو د ادارې مشر، فرانګ لزکو وايي اروپا ته د رسېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی نه دی، بلکې په مدیترانې کې د کډوالو مرګ په بېساري ډول لوړ شوی دی.
د مدیترانې سمندر د کډوالو لپاره تل خطرناکه لاره وه، په تېره بیا کله چې قاچاق کوونکي په یوې کښتۍ کې له حده زیات کسان ځای کوي. ملګري ملتونه وايي دغه انساني قاچاق کوونکي د کډوالو ژوند ته هېڅ پام نکوي خو له خلکو ښې ډېرې پېسې هم اخلي.
د دې ترڅنګ، قاچاقبران د دود خلاف اوس په یو وارې په کډوالو بار څو کښتۍ روانوي چې په سمندر کې یې د ژغورنې چارې یې هم پیچلې او سخت کړي دي. همدغه راز له مصر نه اروپا ته د تګ لاره ډېره اوږده چې ډېر کله د ژغورنې چارې ځنډنۍ کیږي.
ملګري ملتونه وايي د تېر کال په پرتله له ترکیې نه د مدیترانې پر لار اروپا ته د کډوالو راتګ ۹۸ فیصده کم شوی دی. تېرکال شاوخوا ۸۸۶ زره کډوال له همدې لارې اروپا ته قاچاق کړل شوي وو، مګر د ۲۰۱۶ کال په لومړنیو میاشتو کې بیا یوازې ۱۵۴ زره کډوال له دغې لارې اروپا ته رسېدلي دي.
خو، بیا هم د ۲۰۱۶ کال له پیل راهیسې پر دغې لارې ۳۷۶ کډوال مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره باید اروپا ته د تګ قانوني لارې چارې ولټول شي او همدغه راز کډوال باید پوه کړل شي چې په اوبو کې سفر ښايي د هغوی ژوند واخلي.