په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي آسیا د څانګې مرستیال مایکل کوګلمن که افغانستان د کروناویروس له امله زیات زیانمن شي، حکومت به مجبور شي چې د سولې د خبرو په ځای کرونا سره مبارزې ته زیات پام وکړي.
مایکل کوګلمن وایي که د سولې مذاکراتو ته پاملرنه کمه شي، ښایي طالبان هم د خبرو سره لیوالتیا کمه کړي.
د کوګلمن په باور د بندیانو پرېښودل ښه خبره ده او پدې اقدام کیدلی شي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم لاره هواره شي.
د ښاغلي کوګلمن پوره مرکه دلته لیدلې او اوریدلی شئ: