د کاناډا لیبرال ګوند یکشنبه مارچ نهمه ( کب ۱۹) د رایو په غوڅ اکثریت مارک کارني د دې هیواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
ښاغلی کارنر چې د کاناډا د مرکزي بانک مشري یې هم کړې، ۵۹ کاله عمر لري او د جسټن ټروډو پر ځای به په داسې حال کې د هیواد مشري واخلي چې د ګاونډي هیواد، متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ او کډوالۍ پر سره جنجال لري.
د ښاغلي کارني کاري موده ښایي اوږده نه وي ځکه چې د روان کال د اکټوبر تر میاشتې باید عمومي انتخابات وشي خو هغه همدارنګه د قانون له مخې کولي شي چې تر ټاکلې مودې وړاندې د عمومي انتخاباتو اعلان وکړي.
د انتخاباتو په هکله په تازه نظر پوښتونو کې معلومه شوې چې د اوس لپاره د لیبرال ګوند په پرتله محافظه کاران یو څه د خلکو تر منځ ډیر محبوبیت لري.
ښاغلي کارنر تر خپل بري وروسته په سمدستي توګه د متحده ایالاتو په جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتقادونه وکړل چې څو ځله یې ویلي کاناډا دې د امریکا سره یو ځای شي.
د کاناډا نوي صدراعظم وویل، "امریکا زمونږ منابع، زمونږ اوبه، زمونږ خاوره او زمونږ هیواد غواړي. ټرمپ په کاناډایي کورنیو، کارګرانو او کاروبارونو بریدونه کوي. مونږ یې بریالي کیدو ته نه شو پریښودی."
ښاغلی کارني چې په کاناډا کې د مرکزي بانک مشر په توګه سابقه لري، له هماغې ورځې چې د لیبرال ګوند مشرۍ په سیالۍ کې ورګډ شوی، ټینګار کوي چې یوازینی شخص دی چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس بریدونو په مقابل کې د خپل هیواد دفاع کولی شي.
جمهور رئیس ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د دویمي ځلي راتګ څخه وروسته څو ځله ویلښي چې کاناډا به د متحده ایالاتو سره یو ځای کړي، پدې هیواد یې همدارنګه ګمرکې تعرفې لګولي او د سوداګرۍ تړونونه یې باطل کړي چې له کبله یې د کاناډا اقتصاد زیانمن شوی.
د کاناډا مخکني صدراعظم جسټن ټروډو هم د خدای پامانۍ په مراسمو کې وویل چې د دې هیواد خلک د ګاونډي هیواد امریکا لخوا د بقا د ستونزې سره مخ دي.
فورم \ دبحث خونه