قرغیزستان د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د متحده ایالاتو د مالي ملاتړ لرونکې ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د تړلو پرېکړه یې بیرته اخیستې ده.
چارواکو وویل ازادۍ راډیو ته یې وروسته له هغه د فعالیت د بیرته پیل کولو اجازه ورکړه چې دې رسنۍ له خپل ویب سایټ څخه د هغې ویډیو د لیرې کولو سره موافقه وکړه چې قرغیز مقاماتو ورباندې نیوکه کړې وه.
د "ازاتیک" په نوم د ازادۍ راډیو محلي څانګه په قرغیزستان کې د اپوزیسیون د ډلو او اداري فساد د تورونو په اړه د تحقیقاتي راپورونو په خپرولو مشهوره ده.
د قرغیزستان د کلتور وزارت له ګاونډي تاجیکستان سره جګړې ته په اشارې سره په یوې اعلامیې کې وویل: "ازاتیک رسنۍ له خپلو ټولو پلټفارمونو څخه هغه راپور لیرې کړ چې د سرحدي شخړې په اړه غیرمعتبر معلومات لري." په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې ددې رسنۍ په اړه "قانوني قضیه تړل شوې ده."
دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د قرغیزستان په پایتخت بشکیک کې یوې محکمې د دواړو خواوو ترمنځ د جوړجاړي موافقه تصویب کړه.
د جنورۍ په میاشت کې، د کلتور وزارت وویل چې د سرحدي شخړې په اړه د ازادۍ راډیو د یو ویډیويي راپور په وجه یې محکمې ته ددغې رسنۍ د فعالیتونو د بندولو دپاره عریضه کړې وه.
د اپریل په میاشت کې، محکمې د ازادۍ راډیو د محلي څانګې د بندولو امر وکړ. د دغې راډیو چلوونکو برسېره د بخښنې نړیوال سازمان او د بې سرحده خبریالانو ټولنې د محکمې دا پرېکړه غندلې وه.
قرغیزستان په مرکزي اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد د نورو غړو هېوادونو په پرتله نسبي د رسنیو ازادي لري، خو د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې پر مطبوعاتو فشار د زیاتېدو په حال کې دی.