د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا په کندز کې ملکي تلفات مني خو تاوان نه ورکوي

امریکا په کندز کې ملکي تلفات مني خو تاوان نه ورکوي


امریکايي ځواکونه وايي دوې بمباري د ځان د دفاع لپاره وکړه او طالب جنګیالي د ملکي خلکو په وژل کیدلو کې پړه بولي
امریکايي ځواکونه وايي دوې بمباري د ځان د دفاع لپاره وکړه او طالب جنګیالي د ملکي خلکو په وژل کیدلو کې پړه بولي

له دوو میاشتو پلټنو وروسته، د امریکا پوځ د پنجشنې په ورځ رسماً ومنله چې د ۲۰۱۶ کال د نوامبر پر ۲-۳ په کندز کې د امریکايي الوتکو په بمباريو کې ۳۳ ملکي خلک ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان، جان نیکلسن، د بیګناه خلکو د وژل کیدلو له کبله خپله ژوره خواښيني بیان کړې خو د هغو له کورنیو سره یې د مالي مرستو او خواخوږۍ په هکله څه ندي ویلي.

د امریکايي ځواکونو یوه ویاند، بل سالفن، امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان دولت د کندز په پيښه کې له زیانمنو شوو کورنیو سره مالي مرستې کړي دي.

د ارګ یو ویاند، شاه حسین مرتضوي، هم وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د زیانمنو شوو کورنیو له استازو سره ولیدل او مالي مرستې يې ورسره وکړې. د دغو مرستو شمیر او نور څرنګولي ندی په ډاګه شوی.

په همدې تړاو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان بیا د امریکا پر پوځ غږ کړی چې د کندز په بمباریو کې له زیانمنو شوو کورنیو سره دي پر وخت او په کافي اندازه مرستې وکړي.

د دغه سازمان د افغانستان د چارو مشرې څیړونکې، پتریشیا ګاسمن، امریکا غږ ته وویل چې امریکايي ځواکونه باید د ورته پيښو د مخ نیوي لپاره هم پریکنده اقدامات وکړي.

د امریکا پوځ پخوا په افغانستان کې د خپلو پوځي عملیاتو په لړ کې له زیانمنو شوو کورنیو سره مالي او روغتیايي مرستې کړي. دغې مرستې د خواخوږی او غرامت په بڼه پداسې حال کې ورکول کیدې چې افغان حکومت د ملي خلکو د مرګ ژوبلې په غبرګون کې توند دریځ بیانوه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نړیوالو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د ملکي افغانانو د وژل کیدلو په اړه ډیر بربنډ او غوڅ دریځ درلود او ډیر ځلي يې پر همدې موضوع له واشنګټن سره ډغرې وهلې وې.

XS
SM
MD
LG