د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۱۳ تنه مړه شوي


د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د مسافرو ډک یو بس موټر د لاهور او راولپنډۍ ترمنځ پر سړک ټکر کړی، چې له امله یې ۱۳ تنه مړه شوي او له ۱۵ زیات نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان دموټروی پولیسو ویاند رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې دا پیښه د شنبې په ورځ جون ۱۷ (جوزا ۲۷) د کلر کهار سیمې سره رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي د بس د ډرایور د تېز رفتارۍ له امله د بس بریک کار پریښی او د سړک په منځ کې د بل سړک د کټارې سره ټکر شوی او نسکور شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې دې پېښه کې د پنځه ماشومانو او دریو ښځو په ګډون لږ ترلږه ۱۳ کسان مړه شوي او له ۱۵ زیات ټپیان شوي دي. پولیسو د اوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

په پېښه کې مړه شوي او ټپیان د کلر کهار ټراما سنټر ته انتقال شوي دي.

د چکوال سیمې د کمیشنر مرستیال پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې دا بس موټر د راوپینډۍ څخه لاهور ته روان . په دې بس کې ۳۴ مسافرو سفر کوه.

د کمیشنر مرستیال ویلي، چې اوه ټپیان یې د راولپنډۍ روغتون ته دعلاج لپاره انتقال کړي دي.

د روان کال د جنورۍ په پیل کې هم د بلوچستان په لسبیله سیمه کې دمسافرو یو بس له پله لاندې پریوتی و، چې ۴۰ مسافر پکې مړه شوي و او څلور نور ژوبل شوي وو.

ددغې پېښې وړاندې تېرکال د جولایي په میاشت کې بلوچستان ایالت سره په پوله د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د مسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لویدلی و، چې پکې۱۹ مسافر مړه شوي وو.

همداشان تېر کال د اګست په ۱۶ هم د پنجاب ایالت د ملتان سیمې څخه د سیند د ایالت سکهر سیمې ته په غځيدلې موټروى د مسافرو يو بس د تيلو د ټانکر سره ټکر کړی و، چې له امله یې ۲۰ تنه مړه شوي و او شپږ نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG