د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد له طالبانو سره تېرې شپږ ورځنۍ خبرې 'ګټورې' بللي


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په دوحه کې له طالب استازو سره د تېرو شپږو ورځو خبرې تر بل هر وخت ګټورې وې.

ښاغلي خلیلزاد د «چنګاښ پر ۱۶مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې په تېرو شپږ ورځنیو خبرو کې د سولې موافقې پر څلور واړو ټکو د پام وړ پرمختګ شوی دی.

نوموړي ویلي چې په دغو څلورو ټکو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ضمانتونه، د د بهرنیو ځواکونو وتل، په بین الافغاني خبرو اتر او مذاکراتو کې برخه اخیستل او دایمي او هر اړخیز اوربند شامل دی.

د امریکايي او طالب استازو ترمنځ دغه اوم پړاو مذاکرات چې د تېرې جون میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې پیل شوي، په قطر کې د «بین الافغاني» ناستې له امله پکې د دوو ورځو لپاره وقفه راغلې ده.

د افغان سولې په اړه «بین الافغاني» ناسته چې د افغان چارواکو، د سولې شورا د غړو، د ښځو، مدني ټولنو او طالب استازو په ګډون پکې څه باندې ۶۰ تنو ګډون کړی دی نن یکشنبه د وو ورځو لپاره په دوحه کې پيل شول.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې د دوی او طالب استازو مذاکرات به د جولای پر نهمه بېرته له سره پیل شي:

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټویټر په تېرو شپږ ورځنیو مذاکراتو کې د پرمختګ په خبر سره ویلي چې تر اوسه له کوم خنډ سره نه دي مخ شوي.

د هغه د ټویټ په یوه برخه کې راغلي:"موږ د مذاکراتو له پرمختګ نه راضي یو او امید لرو چې پاته کار هم ژر بشپړ شي.تراوسه له کوم خاص خن‌‌‌‌‌‌ډ سره نه یو مخ شوي."

XS
SM
MD
LG