د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د ناټو استازو ته د سولې د بهیر حال ورکړ


د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن پنجشنبه د ( لیندۍ/ قوس ۲۲ مه) بروکسل ته رسیدلی او د ناټو له سرمنشي ینز ستولتنبرګ سره یې لیدلې دي.

ښاغلی خلیزاد د ناټو له سر منشي سره تر دوه اړخیزې غونډې وروسته د ناټو د ۲۹ غړو هیوادونو له استازو سره په کتنه کې د افغانستان د سولې او جمهوري ریاست ټاکنو په هکله خبرې کړي دي.

د ناټو د مطبوعاتو د دفتر د معلوماتو پر اساس ددغه سازمان غړو هیوادونو د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ اعلان کړی دی.

د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ ویلي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د ګاونډیو هیوادونو همکاري زیاته مهمه ده. ستولتنبرګ زیاته کړې چې پاکستان، ایران او روسیه باید د افغانستان د سولې له خبرو ملاتړ وکړي.

د ناټو له غړو هیوادونو سره د زلمي خلیلزاد دا لومړنی سفر وو، ویل کیږي چې کیدای شي دغه راز سفرونه دوام پیدا کړي.

ناټو د افغانستان د سولې په خبرو کې ونډه نه لري، خو ویلي دي چې د افغانانو په مشرۍ دوی د سولې له هر راز خبرو ملاتړ کوي

ښاغلی خلیلزاد بروکسل ته په خپل سفر کې هڅه کړې چې د ناټو د غړو هیوادونو له استازو سره د افغانستان د سولې او پخلاینې په هکله د خبرو ترڅنګ هغوی په دې قانع کړي چې د جګړې له لارې نه، بلکې د خبرو اترو له لارې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

زلمي خلیلزاد د ناټو د ۲۹ غړو هیوادونو له استازو سره وکتل
زلمي خلیلزاد د ناټو د ۲۹ غړو هیوادونو له استازو سره وکتل

ښاغلی خلیلزاد افغانستان او سیمې ته په دریم سفر بوخت دی چې تراوسه یې له پاکستان، افغانستان،روسیې،ازبکستان او ترکمنستان څخه لیدنه کړې ده.

د خلیلزاد دریم سفر د دیسمبر په ۲ نیټه پیل شوی او د دیسمبر تر ۲۰ نیټې پورې به دوام وکړي، ددغو سفر هدف له طالبانو سره مذاکرات او د خبرو میز ته راوستل دي.

XS
SM
MD
LG