د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د بریدونو زیاتیدل د سولې بهیر ګواښي 


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د بریدونو زیاتیدل د افغانستان د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کوي.

ښاغلي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۴) په خپل ټویټر کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو غبرګون ښودلی او ویلي چې دا وضعیت افغانانو او د هغوي نړیوالو او سیمه ییزو ملاتړو ته یو خبرداری دی.

ښاغلي خلیلزاد په یو ټویټ کې لیکلي: "له طالبانو سره د جنرال میلر او زما له څو غونډو وروسته، موږ توافق وکړ چې د متحدو ایالتونو-طالبانو توافقنامې د ټولو برخو او د ټولو شویو ژمنو پلي کولو سره جدي مطابقت لپاره، اقدامات بیا- سم کړو."

د ښاغلي خلیلزاد په وینا د "نویو ترتیباتو" پلي کیدل به د امریکا له خوا په فعاله توګه وڅارل شي. هغه وویل: "دا د عملیاتو د شمیر د کمولو مانا ورکوي. اوسمهال خورا ډیر افغانان مري.‌ له بیا-سمون سره، موږ تمه لرو چې پدغه شمیر کې د پام وړ کمښت راشي."

په تیرو څو اونیو کې د طالبانو لخوا تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو د پیل کیدو راهیسې ډیر زیات شوی دی.

تازه پیښو کې د هلمند ولایت په مرکز او څو ولسوالیو باندې ددې ډلې پرله پسې بریدونه دوام لري.

د ملګرو ملتونو سازمان په هلمند کې د جګړې په سمدستي بندیدو باندې په ټینګار سره ویلي دي چې پدې ولایت کې نښتې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي.

په هلمند کې جګړه په پراخه توګه د ملکي وګړو د بیځایه کیدو سبب شوې هم ده او د بخښنې د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې پدغو نښتو کې ددې ولایت لږ تر لږه ۳۵ زره اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښولو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG