د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلي څراغونو لوګي د جدي او وژونکو ناروغیو لامل کیږي - څیړنه 


افغان ماشومان د یو تیلي څراغ په شاوخوا کې ناست سبق وایي
افغان ماشومان د یو تیلي څراغ په شاوخوا کې ناست سبق وایي

د برېښنا د نشتوالي په صورت کې د افغانستان په ګډون په بې وزلو هېوادونو کې کورنۍ د تېلي څراغونو د روښانه کولو لپاره د سپینو تیلو یا په عامې اصطلاح تیل خاک (د خاورو تیل) کاروي. خو طبي څېړنو ښودلې چې د دې تېلو سوځول د هغو کيمياوي موادو د توليد لامل کېږي چې روغتيا ته ډېر زيان رسوي.

د متحده ایالاتو د روغتیا ملي انسټیټیوټ راپور ورکړی چې په نړۍ کې شاوخوا ۵۰۰ میلیون خلک د خپلو کورونو د روښانه کولو لپاره سپین تیل سوځوي.

د کاربن ډای اکسایډ او کاربن مونو اکساید سربیره، د تیلو د سوځولو په نتیجه کې لوګی د نورو ګازونو لکه نایټریک اکسایډ، سلفر ډای اکسایډ، فارم الډیهایډ او د پولی سایکلیک د لړۍ د اروماتیک هایدرو کاربنونو د تولید سبب ګرځي، چې د کور هوا سخته ککړوي او د سږو، زړه او سرطان ناروغیو لامل کیږي.

ساینسي موندنو د سپینو تیلو سوځولو او د سږو ناروغیو اخته کیدو ترمنځ په ځانګړي توګه د ساه لنډۍ، سرطان او د مکروبي ناروغیو لکه نري رنځ اړیکه په ډاګه کړې.

همدارنګه د څېړنو پایلو ښودلې، هغه میندې چې د امیندوارۍ پر مهال تیلي څراغونو ته نږدې وې او له هغې څخه راپورته شوي لوګی تنفس کوي، کم وزن لرونکي ماشومان زیږوي او د دوی ماشومان په کوچنیوالي کې د سینه بغل په ناروغۍ اخته کیږي.

د علمي موندنو له مخې که یو څوک څو ساعته په داسې خونه کې تېر کړي چې په کې د تیلو په واسطه څراغ روښانه وي، روغتیا ته یې زیان د ۴۰ سګرټو څکولو سره برابر دی.

د روغتیایي زیانونو سربیره، سپین تیل د سوځیدو د لوړ خاصیت د لرلو په وجه کولی شي په اسانۍ سره اور واخلي او د اور د رامنځته کیدو سبب شي. حتی د ډیزل سره د کیروسین یا سپنو تیلو مخلوط کول د هغې اختراقي خاصیت نه کموي او هغه نور هم سوځیدونکي او چاودیدونکي کوي.

د نفتي توکو د سوځولو لکه د سپینو تیلو او همداشان د سون نور ډولونه لکه لرګي، ډبرو سکرو او د څارویو روغتیایي تاوانونو ته په پاملرنه، ساینسپوهان د کورونو د روښانه کولو لپاره د بطرۍ او د لمر د انرژۍ کارولو وړاندیز کوي چې ډیر ګران نه دي.

د نړیوال روغتیا سازمان احصایې ښیي چې ۲.۴ میلیارده خلک - د نړۍ شاوخوا دریمه برخه نفوس - د پخلی، رڼا کولو او تودوخې لپاره تیل، ډبرو سکاره، لرګیو او نورو لوګي کوونکو موادو څخه کار اخلي چې د کور دننه هوا ککړوي.

د کور دننه د هوا ککړتیا هر کال د پنځه کالو څخه ټیټ عمر لرونکو ۲۳۷ زره ماشومانو په ګډون ۳.۲ میلیونه خلک وژني. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دغو مړینو ډېره برخه د غیر ساري ناروغیو لکه سکته، د سږو او زړه ناروغیو او د سږو د سرطان له امله رامنځ ته کېږي.

څرنګه چې ښځې د کور په چارو کې په ځانګړې توګه د پخلي په برخه کې ډیری ښکیل دي او هغه کوچني ماشومان چې میندې یې د کور دننه پالنه کوي، د کور دننه د هوا د ککړتیا له خطر سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG