د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د موقت حکومت پلوي نه کوي او نه یې کړی دی.
ښاغلي کرزي زیاته کړه چې دی د هغه حالت پلوي کوي چې په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د واشنګټن پوسټ ورځپانې هغه اسناد چې د افغانستان په اړه یې خپاره کړي حقیقت لري او د امریکا یو شمېر حکومتي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه خپلو خلکو ته حقیقت نه دي ویلي.
حامد کرزي زیاته کړه چې د سولې خبرې باید دوام وکړي.