سږکال د پسرلي په وروستیو اونیو کې د شدیدو بارانونو او سړې هوا له کبله د انارو ډیر ګل رژیدلی چې له کبله يې ونو لږ حاصل نیولی.
پدې کې د انارو هغه نوي باغونه هم شامل دي چې مخکې به يې پر ځکه د تاریاکو کښت کېدی.
د کندهار د زراعت اداره وايې چې هر کال پدې ولایت کې تر ۲۵۰ زیات د انارو نوي باغونه پر هغو ځمکو کښېنول کیږي چې مخکې به کوکنار په کې کرل کیدل.
د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست د باغداری د برخي متخصیص انجنیر خوشحال وايې چې که څه هم د انارو حاصل د تېر کال په پرتله لږ دي خو د کيفیت له پلوه د نړیوال مارکېټ له معیارونو سره ډیر برابر دي.
د کندهار د ارغستان او ارغنداب ولسوالۍ د انارو تر ټولو زیات باغونه لري چې ځمکه وال يې هم سږکال د لږ حاصل اخیستلو یادونه کوي.
د طبعي افاتو تر څنګ د مسلکي کسانو له لارښونې پرته د نباتي ناروغیو د درملو استعمال هم د انارو د حاصل د کموالي عمده لامل بلل کیږي.
د زراعت د ادارې یو تن مسئول انجنیر کمال يې په اړه وايې چې دوی له باغ لرونکو څخه غوښتې چي په خپل سري ډول دي د نباتي درملو له کارونې څخه ډډه وکړي.
انار د کندهار په زراعتي اقتصادي کې تر ټولو لوړ ځای لري چې هر کال يې له کبله په ميلیونونو ډالر د باغ لرونکو په برخه کیږي.
د کندهار د انارو د ځانګړي شهرت او په مارکېټ کې د ښه اعتبا په وجه د زراعت اداره وايې چې هر کال پدې ولایت کې تر ۲۵۰ زیات د انارو نوي باغونه پر هغو ځمکو کښېنول کیږي چې مخکې به د تریاکو کښتونه ور باندي کیدل.