د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار غونډه: د افغانستان په سر معامله ګاونډیانو ته بدي پایلې لري


په کندهار کې د طالبانو لخوا رابلل شوې د "لویې ولسې غونډې" ګډونوالو چې طالبان وایي پکې شاوخوا ۳۰۰۰ علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و، په یوې پریکړه لیک کې د امریکا هغه برید وغانده چې په کابل کې د القاعده په مشر ایمن الظواهري وشو او هغه پکې ووژل شو.

پدې پریکړه لیک کې ویل شوي،" موږ ټول ګډونوال د امریکا هغه برید چي د روان کال د جولای پر دېرشمه نیټه یې د بې پلوټه الوتکي په ذریعه د کابل په ګڼ میشته سیمه کي تر سره کړی دی په ډېرو سختو الفاظو غندو ، دا برید یې په ښکاره ډول د دوحي د تړون نقض ، د بین المللي قوانینو خلاف او د افغانستان پر حریم تجاوز او ارهابي عمل بولو. "

سره لدې چې د طالبانو رسمي دریځ تر اوسه دا دی چې د ظواهري په شتون خبر نه و او د پیښې په هکله پلټنې کوي خو بل پلو بیا امریکایي چارواکي پدې اند دي چې ښایي ځیني جګپوړي طالب چارواکي په کابل کې د القاعده د مشر په شتون خبر و.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان د ظواهري وژل کیدل ردوي او په دې اړه د امریکا څخه شواهد غواي وویل:" تاسې ته ډاډ درکولی شم او موږ ډاډمن یو نوموړی هلته و. موږ بیخي ډاډمن یو چې ظواهري په برید کې وژل شوی، د هغه په وړاندې په دقیق برید کې، موږ ددې باور لپاره ښه دلیل لرو او هغه دا چې د طالبانو د حقاني شبکې غړي په کابل کې د هغه د حضور په اړه خبر وو. "

پرایس همدارنګه زیاته کړه، دا د طالبانو پر غاړه ده چې له امریکا سره د شوي توافق او نورو تعهداتو له مخې چې د افغانستان له خلکو سره یې کړي، په خپلو ژمنو ودریږي او په افغانستان او بهر ته د القاعده او داعش د خراسان څانګي د پيښیدونکو ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

د کندهار د لویې ولسې غونډې په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې هغه هیواد د متحده ایالاتو سره پدې "جنایت" کې شریک دی چې بې پیلوټه الوتکې ته یې پخپلې فضا کې د پرواز کولو اجازه ورکړې.

په اعلامېه کې راغلي: "دا کړنه یې د ګاونډیتوب او اسلامیت خلاف عمل ګڼل کیږي ، د همدې هیواد واکمنان باید پوه شي چي د افغانستان پر سر معامله کول او د افغانستان دښمنمانو ته په خپله مځکه او فضاء کي د افغانستان پر ضد د فعالیت اجازه ورکول یقینا د دوی د پاره بدي پایلي لري. "

په اعلامیې کې د کوم هیواد ندی اخیستل شوی او تر اوسه دا هم نده تائید شوې چې آیا امریکا د دې برید د کولو څخه وروسته د پاکستان د هوایي فضا څخه کار اخیستی که نه خو په ۲۰۰۱ کال کې هم چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو په رژیم بریدونه کول، د پاکستان د هوایي اډو او فضا څخه یې کار اخیستی و.

د کندهار د ولسې غونډې په اعلامیې کې د افغانستان په حریم تیري کوونکو ته خبرداری ورکړل چې د "عقل څخه کار واخلي" او د عبرت لپاره هغه درې ورځې یادې شوي چې انګریزانو، روسانو او امریکایانو افغانستان پریښی.

د طالبانو په خلاف وسله وال مخالفت

پداسې حال کې چې لا هم د کابل په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې وخت ناوخته چاودنې او نورې امنیتي پیښې کیږي چې تازه پیښه یې چارشنبه د کابل په یو جومات کې وشوه چې د ملا امام په ګډون پکې تر ۲۰ ډیر کسان ووژل شول خو د دې غونډې په اعلامیې کې یادونه شوې چې طالبانو په ټول هیواد کې امنیت او عدالت تامین کړ.

په اعلامیې کې راغلي، دې نظام پر وړاندې هر ډول مسلحانه مخالفت، بغاوت او فساد فی الارض ګڼل کېږي چې دفع کول یې پر امارت او ملت واجب دي. همدا رنګه د همدې حاکم اسلامي نظام هر ډول مخالفت چې له اسلامي شریعت او ملي منافعو سره په ټکر کې وي، فساد او ناروا عمل دی. "

دا اعلامیه پداسې حال کې خپریږي چې د طالبانو ضد د مقاومت جبهې په تازه اعلان شوي منشور کې طالبان "یاغیان او د واک غاصبین" بلل شوي او هغوي پر ضد یې مقاومت داسې توجیه کړی: " دا ډله په شرعي توګه باغیان دي چې هیواد یې اشغال کړی او د هغوي لخوا د هر ډول د واک کړنې نامشروع دي. نو دنده مو ده چې د خلکو د ځان، مال ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړو".

په کابل کې د علماوو د لویې غونډې وروسته دا دویمه ستره غونډه ده چې طالبان یې رابولي او د کارپوهانو په اند دا کار ځکه کوي چې نړۍ ته وښیي د خلکو تر منځ مشروعیت لري.

دا ډله چې پوره یو کال کیږي په افغانستان کې واک ته رسیدلې، تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې یې سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG