د لاس رسي وړ اتصالات

بارانونو د زردالو حاصلات زیانمن کړي – د کابل کروندګر


عکس: ارشیف - د تازه میوو یو سوداګر
عکس: ارشیف - د تازه میوو یو سوداګر

د کابل ولایت په ولسوالیو کې د سږ کال زیاتو بارانونو د زردالو حاصلات زیات زیانمن کړي او د باغ لرونکو په وینا د پرلپسې بارانونو له کبله د زردالو حاصلاتو ته نباتي افات یا مرضونه رسیدلي دي.

محمد قسیم چې د کابل ولایت اوسیدونکی دی وایي تمه یې لرله چې سږکال به زردالو ښه حاصل ورکړي او ډیره ګټه به ترلاسه کړي خو دی وایي سږکال زردالو حاصلات چیچک او شکرک وهلي چې بازار یې ورخراب کړی دی.

محمد قسیم وایي: "سږکال بارانونه ډیر وشول او دې بارانونو په زردالو کې مرضونه وکړل، سر په سر بارانونو هوا خرابه کړه. پاڼې وسوځولې، نو زردالو د چیچک مرض کړی، ځینې شیانو ته یې ګټه کړې ځینو ته یې تاوان هم رسولی، لکه غنمو ته یې هم تاوان رسولی او د فصلونو حاصلات یې هم شاته کړل. سږکال لږ هوا هم یخه وه."

د کابل ولایت ولسوالیو کې د نورو سیمو په پرتله میوې او فصلونه ښه حاصل ورکوي چې ځینې وخت کروندګر له ځمکو دوه فصله حاصلات هم ترلاسه کولی شي.

محمد قسیم وایي د غنمو او زردالو سربیره د نورو میوو ونې هم لري چې حاصلاتو ته یې تمه لري.

هغه وویل: "دلته مڼې، ګیلاس، شاه ګیلاس او هره میوه سته، دلته بارانونو ډیر زیان رسولی ده. که زمونږ میویې ښې خرڅې شې بیا یو څه کیږي که بازار یې خراب وه بیا نو ګټه نه کوي. دولت باید راسي وګرځي حاصلات وګوری چې حالت څنګه دي."

محمد قسیم وایي اکثرو خلکو میوه لرونکې ونې ویستلي پر ځای یې غنم کچالو سبزیجات او نوره فصلونه کري چې ګټه یې پکې زیاته وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG