د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل-بلخ د لانجې له پراخیدلو سره به نړیواله ټولنه څه دریځ‌ ولري؟


پداسې حال کې چې د جمعیت اسلامي ګوند د بلخ د نوي والي د ټاکلو په مخالفت کې د ارګ واک او مشروعیت ننګولې او د ناوړه پایلو خبرداری یې ورکړی، د افغانستان ملاتړي هیوادونو تر دې دمه په رسمي توګه څه ندي‌ ویلي.

خو که د کابل او بلخ تر منځ روانه شخړه نوره هم پراخه شي، نړیواله ټولنه به کوم دریځ ولري؟

مارون وینباوم چې د منځني ختیېځ په څیړنیز مرکز کې د افغانستان او پاکستان د مرکز مشر دی، امریکاغږ ته وویل ”د امریکا حکومت به د ولسمشر غني ملاتړ کوي. امریکا به د پوځي لارې نه خو کیدی شي مالي وسیله وکاروي، خو دا څرگنده ده چې امریکا به د کابل د حکومت ملاتړ کوي.“

امریکايي او اروپايي دیپلماتانو پخوا هم د افغان مشرانو تر منځ د سیاسي اختلافاتو هواری کړی. د امریکا د باندنیو چارو پخواني وزیر، جان کیري، په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د جوړښت د تړون په لاسلیک کولو کې د منځګړي په توګه مهمه ونډه لرله.‌

د واشنگټن د ولسن په څیړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا چارو کارپوه مایکل کگلمین وایي چې د عطا محمد نور سره لانجه ښايي د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت لپاره نورې ستونزې هم رامنځته کړي. ښاغلي کګلمین امریکاغږ ته وویل ”دا د اندیښنې خبره ده چې په حکومت کې دننه د عطا ملگري، د بهرنوچارو د وزیر په شمول، دېته څنگه غبرګون ښیي. دا د مخکې نه پیچلې حالت نور پېچلې کوي.“

عطا محمد نور چې تر اوسه ځان د بلخ والي بولي، د سه شنبې په ورځ پر نړیوالې ټولنې او پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ چې د ده د ګوښه کولو په لانجې کې لاسوهنه ونکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG