په متحده ایالاتو کې د منصفه پلاوي غړیو سه شنبه نومبر ۱۲ ( لړم۲۲) په عراق کې د نومبدي ابو غریب دریو پخوانیو زندانیانو ته د ۴۲ میلیون امریکایي ډالرو اعطا کولو پریکړه وکړله.
دوي همدارنګه یو نظامي قراردادي مسؤل وباله چې دوه لسیزې وړاندې ددې زندانیانو سره د ناوړه چلند او ربړول کیدو کې سبب شوی و.
منصفه پلاوی چې اته تنه و، پدې قضیې کې یې دریو مدعیانو سهل الشیماري، صلاح العجیلي او اسعد الزوبعي ته درې درې میلونه امریکایي ډالر په غرامت او هر یوه ته یې ۱۱ میلیونه ډالر دسزا له کبله د زیانمنیدو په خاطر ورکړل.
د ابو غریب دې درې واړو پخوانیو زندنیانو په محکمې کې ګواهي ورکړله چې په زندان کې د پوښتنو ګرویګنو پر مهال وهل شوي و، په جنسي توګه ځورول شوي و، جبري لغړ شوي و او نور ظالمانه چلند ورسره شوی و.
په محکمې کې دا عریضه د اساسي قانون حقونو لپاره مرکز د ابو غریب د دریو پخوانیو زندانیانو په استازیتوب ورکړې وه. د دې سازمان مدافع وکیل، باهر عزمي د منصفه پلاوي دا پریکړه د عدالت او حساب ورکوونې لپاره مهم اقدام وباله او دا درې واړه مدعیان یې د هغوي د "ټینګ عزم" له کبله وستایل.
ښاعلي عزمي وویل چې په عریضې کې درې واړو مدعیانو په زندان کې د ناوړه چلند سره د مخ کیدو په خاطر د محکمې څخه د ۴۲ میلیون ډالرو تاوان غوښتي و چې منصفه پلاوي ورسره ومنل.
یو تن پخواني زنداني العجیلي چې اوس خبریال دی د محکمې د پریکړې څخه وروسته یې په اعلامیې کې وویل چې "نن د عدالت او زما لپاره ستره ورځ ده".
هغه همدارنګه ویلي چې ددې پریکړې لپاره یې ډیر انتظار ایستلی او دا پریکړه یې د ټولو هغو کسانو لپاره "ځلیدونکی لمر" وباله چې ظلم ورسره شوی.
العجیلي دواړو محاکمو کې د ګډون لپاره متحده ایالاتو ته راغلی و او دوو نورو مدعیانو بیا د عراق څخه د ویډیو کنفرانس د لارې پکې برخه اخیستې وه.
بل زنداني الشمیري بیا ویلي په دوو میاشتو کې چې پدې زندان کې بندي و، جنسي تیري پري شوي و او وهل ډبول شوی و. هغه همدارنګه ویلي چې د برښنا شاټونه ورکړل شوي او پداسې حال کې په زندان کې کش کړل شوی و چې په غاړې کې یې پړی اچول شوی و.
العجیلي بیا ویلي چې په زندان کې دومره فشار پرې راوړل شوی و چې له خولې یې تور مایعات راتلل، له خوب څخه محروم کړل شوی و، په زور اړ کړل شوی و چې د میرمنو نیکر واغوندي او په سپیانو ډارول شوی و.
دې مدعیانو د CACI په نامه قراردادي شرکت عریضه کړې وه او تور یې پرې لګولی و چې د زندانیانو سره ناوړه چلند کې یې لاس درلود. خو دې شرکت بیا ویلي چې مامورینو یې په ځانګړې توګه دې درې مدعیانو سره ډیره لږه ناسته پاسته درلوده او هم یې د مدعیانو ځینې ادعاګانې رد کړي.
سره لدې چې دې شرکت په محکمې کې استدلال کاوه چې د زندانیانو سره د ناوړه چلند په خاطر دوي نه بلکې د متحده ایالاتو پوځ باید مسؤل وبلل شي ځکه چې دوي د پوځ د کنټرول او امر لاندې و خو د مدعیانو مدافع وکیل بیا په محکمې استدلال کاوه چې د CACI شرکت د زندانیانو سره د خپلو مستنطقینو د ناوړه چلند مسؤل دی.
دا عریضه په ۲۰۰۸ کال کې په محکمې کې ثبت شوې وه خو ۱۵ کاله د حقوقي جنجالونو او پدې خاطر ځنډیدلې وه چې د CACI شرکت کوښښ کاوه، باطله یې کړي.
فورم \ دبحث خونه