د لاس رسي وړ اتصالات

د جمال خاشقجي د وژل کیدو لومړی تلین


د مدني ټولنې ګڼ شمیر فعالان او د جمال خاشقجي ملګري نن چارشنبه (اکتوبر۲مه) د ترکیې د استانبول په ښار کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ مخې ته د ښاغلي خاشقجي د وژل کیدو د لومړي تلین لمانځلو لپاره راټول شوي و.

د سعودي عربستان دغه ژرونالیست چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د پالیسو او فعالیتونو په هکله یې د امریکا د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې انتقادي لیکنې کولې، تیر کال په همدې ورځ (اکتوبر ۲مه) په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې لومړی ووژل شو او بیا یې بدن ټوټې ټوټې شو. د هغه ټوټه شوی بدن تر ننه پیدا نشو.

د واشنګټن پوسټ مالک جیف بیزوس چې په استانبول کې پدې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه د جمال خاشقجي نامزادې، خدیجې چنګیز ته وویل " ته یوازې نه یې. ته زمونږ په زړونو کې ځای لرې. هیڅوک باید هغه څه ونه زغمې لکه تا چې وزغمل".

د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو نه وغوښتل چې د جمال خاشقجي د وژل کیدو قضیه دې وڅیړي او دا ډاډ دې ورکړي چې هغه چا ته به سزا ورکړل شي چې پدې قتل کې یې لاس درلود.

سعودي عربستان چې په لومړي سر کې یې د جمال خاشقجي په وژل کیدو ناخبري ښودله، بالاخره یې ومنله چې هغه په قونسلګرۍ کې وژل شوی. سره له دې چې سعودي چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې د هغه مړی چیرته دی خو ددې ډاډ یې ورکړی چې ټول هغه یوولس کسان به محاکمه کوي چې د خاشقچي په وژلو کې یې لاس درلود.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم د امریکا ېوې خبرې شبکې سره په تازه مرکې کې ومنله چې د قتل ټول مسؤلیت دی اخلي ځکه چې د خاشقجي نه د تحقیقاتو امر یې ورکړی و.

XS
SM
MD
LG