د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او حزب الله ته د اسرائیل تازه گواښ


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم ایران او حزب الله ته د گواښ په ترڅ کې ویلي "ښه پوهیږي چې اسرائیل د ځان په دفاع کولو او دښمنانو ته د هغوی داعمالو په سزا ورکولو بلد دی".

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو دغه خبرداری د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله د گواښونو په غبرگون کې ورکړی دی چې ویلي یې وو د اسرائیل د هوایي بریدونو غچ به واخلي چې د حزب الله د غړو د وژل کیدو سبب شوي دي.

ښاغلي نتنیاهو په پخل فارسي ټویټر کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې دغه گواښونه یې اوریدلي او د حسن نصرالله نه یې غوښتي چې ارام شي.

د اسرائیل صدراعظم همداشان د قدس قواو قوماندان قاسم سلیماني ته یو پیغام استولی دی او ویلي یې دي "خپلو خبرو او په ځانگړې توگه خپلو اعمالو ته متوجه اوسئ."

د اسرائیل حکومت تل ویلي دي چې قاسم سلیماني په سوریه کې د سوق او ادارې د فعالیتونو مشري کوي چې په سیمه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG