د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کې له اوربند پرته د روژې میاشت پیل شوه


د غزې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو کمپ
د غزې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو کمپ

په غزه کې د روژې میاشت د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۱) په داسې حال کې پیل شوه چې د اوربند دپاره خبرو نتیجه نده ورکړې او د اسرائیلي ځواکونو او حماس وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

ملګرو ملتونو په مکرر ډول په غزه کې د قحطۍ او بشري ناورین د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. په همدې مهال، په ۲۰۰ ټنو خوراکي توکو بار یوه هسپانوي مرستندویه بیړۍ له قبرس څخه د غزې ساحل ته د تللو دپاره چمتو شوې ده.

د "اوپن ارمز" نادولتي موسسې مسئولینو ويلي چې په غزه کې د اکتوبر له میاشتې راهیسې د لومړنیو بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړتیا وړ اکمالاتو لږ برخه رسېدلې ده.

دغو مسئولینو ویلي چې، د امریکا متحده ایالتو د یوې خیریه موسسې سره په ګډه، غزې ته د اړتیا وړ خوراکي توکي لیږدوي.

د قبرس د حکومت ویاند کونستانټینوس لیټیمبیوټیس د قبرس خبري اژانس ته وویل چې دا بیړۍ به "په راتلونکو څو ساعتونو کې" د غزې پر لور روانه شي.

بل خوا، د اردن، امریکا، فرانسې، بلجیم او مصر الوتکو د یکشنبې په ورځ په شمالي غزې کې د هوا له لارې د مرستو توکي اچولي دي، خو د سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي ویلي چې د ځمکې له لارې د اکمالاتو زیاتول د دې سیمې ۲.۴ میلیونو خلکو ته د مرستې رسولو غوره لار ده.

د فرانس پرس اژانس له خوا اخیستل شویو تصویرونو ښودلې چې د هوا له لارې غورځول شوي د خوراکي توکو ځینې کڅوړې شکېدلي او ځايي اوسیدونکي هڅه کوي له خاورو او خځلو څخه دغه خوراکي توکي راټول کړي.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې د غزې ډیره برخه ویجاړه شوې او تراوسه ۳۱۱۱۲ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیلو دغه عملیات د حماس وسله والو د اکتوبر اوومې د برید په ځواب کې پیل کړل چې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۱۶۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د سولې مذاکرات

د امریکا، قطر او مصر د منځګړو د تیرو څو اوونیو خبرو اترو موخه په غزې کې د شپږو اونیو اوربند دی. ټاکل شوې چې ددې ممکنه اوربند په ترڅ کې، د اسرئیل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو د ازادولو په بدل کې حماس یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

ددغو مذاکراتو یوه موخه دا هم وه چې دا اوربند د روژې په پیل کې پلی شي.

اسرائیل او حماس یو بل د اوربند په نه کولو تورن کړي دي.

د وروستي اقدام په توګه، اسرائیل له حماس څخه د دوی په بند کې د ژوندي پاتې یرغمل شویو کسانو د بشپړ لیست غوښتنه وکړه او حماس له اسرائیل وغوښتل چې لومړی باید خپل ټول سرتیري له غزې څخه وباسي.

د اوربند د خبرو په اړه یوې سرچینې فرانس پرس ته وویل چې "د روژې په لومړۍ نیمایي کې د یوې معاملې د ترلاسه کولو لپاره به په ځانګړي توګه په راتلونکو لسو ورځو کې ډپلوماټیک فشار زیات شي."

د جګړې له ویرې د غزې له دوو میلیونو زیات اوسېدونکي بې ځایه شوي او شاوخوا ۱.۵ میلیونو یې د مصر پولې ته نږدې د رفح په ښار کې پناه اخیستې ده. اسرائیل په دغه ښار کې د ځمکنیو عملیاتو د پیل کولو ګواښ کړی دی.

په سعودي عربستان کې، پاچا سلمان د روژې په مناسبت په خپل پیغام کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې "د دې ناوړه جرمونو د پای ته رسولو لپاره خپل مسولیتونه ادا کړي او د خوندي بشري او مرستندویه دهلیزونو رامنځته کولو ډاډ ترلاسه کړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د روژې په مناسبت په یو پیغام کې "په غزه کې د ټولو ځوریدلو خلکو سره پیوستون او ملاتړ څرګند کړ. هغه وویل: "په دې ستونزمن وخت کې، د روژې روحیه د امید یو څراغ او زموږ د ګډ انسانیت یادونه ده."

د امریکا دریځ

په واشنګټن کې، د امریکا ولسمشر جو بایډن چې د اسرائیل د ملاتړ کولو له کبله ورباندې نیوکې شوي، د روژې د میاشتې د پیل کېدو په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي چې روژه "سږکال له یو ژور درد سره پیل کیږي."

بایډن وویل: "په داسې حال کې چې مسلمانان په راتلونکو ورځو او اونیو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د روژې ماتولو لپاره راټولیږي، د فلسطین د خلکو درد به د ډیرو په ذهنونو کې وي. دا درد زما په ذهن کې هم دی."

بایډن د شنبې په ورځ د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو څخه پر خپلې نارضایتۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې نوموړی باید "د بې ګناه خلکو ژوند ته ډیر پام وکړي."

بایډن زیاته کړه چې د نتنیاهو چلند "د ګټې پر ځای اسرائیل ته زیان رسوي."

نتانیاهو، چې لا هم په غزه کې د یرغمل شویو کورنیو او د هغه د حکومت د منتقدینو تر فشار لاندې دی، د یکشنبې په ورځ د بایډن څرګندونې رد کړې او وویل چې ډیری اسرائیلیان د هغه اقداماتو ملاتړ کوي "چې موږ یې د حماس د پاتې ترهګرو کنډکونو د ویجاړولو لپاره کوو."

هغه وویل چې د اسرائیل پوځ "لږ تر لږه ۱۳ زره تروریستان" وژلي دي، خو د دې شمیرې د څرنګوالي په اړه یې جزیات ور نکړل.

د نومبر په میاشت کې د یوې اوونۍ اوربند په ترڅ کې حماس په لسګونو یرغمل خوشې کړل. اسرائیل باور لري چې تر اوسه ۹۹ کسان له حماس سره یرغمل پاتې دي او ۳۱ تنه یې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو د غزې شمال ته د خوراکي توکو په رسولو کې د ستونزو خبر ورکړی او د غزې په جنوب کې اوسېدونکو ویلي چې موجود خوراکي توکي په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي چې د روژې دا میاشت یې سخته کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG