د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا : اسرائیل په عمومي توګه د غزې په اوربند موافقه کړې


غزې کې داسې مهال د اوربند خبرې کیږي چې متحده ایالاتو د لومړي ځل لپاره د هوا له لارې دې تړانګې ته خوراکي او نور مواد واستول.
غزې کې داسې مهال د اوربند خبرې کیږي چې متحده ایالاتو د لومړي ځل لپاره د هوا له لارې دې تړانګې ته خوراکي او نور مواد واستول.

د متحده ایالاتو د حکومت یو چارواکي شنبه مارچ دوییمه (کب ۱۲) وویل چې اسرائیل په غزې کې د حماس پر ضد جګړې بندولو لپاره د اوربند وړاندیز " لږ یا ډیر منلی".

دې امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې د اوربند په هکله "اوس پریکړه د حماس په لاس کې ده" او دا چې د موافقې کاري چوکاټ برابر شوی.

په عین حال کې د حماس ډلې ته یوې نږدې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې ډلې یو پلاوی د قطر څخه د شنبې په ورځ مصر ته روان شوی.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو حکومت د اوربند په هکله د اسرائیل دریځ په هکله څرګندونې کړي خو پخپله د اسرائیل حکومت تر اوسه د اوربند پلان په هکله څه ندي ویلي.

دې سرچینې همدرانګه ویلي چې د حماس ډله به تر سلا مشورو وروسته د دې موافقې په هکله خپل رسمي نظر ورکړي. ها خوا بیا د مصر القاهره ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې ټاکل شوې د دې هیواد په پایتخت قاهرې کې د غزې اوربند په هکله د منځګړو هیوادونو غونډه د یکشنبې په ورځ وشي.

متحده ایالات، مصر او قطر پدې اوربند کې د منځګړو په توګه عمل کوي او تیره میاشت یې د فرانسې د پاریس په ښار کې هم د موقتي اوربند کیدو په هکله پلان څرګند کړی و چې اسرائیل رد کړ.

دغه هیوادونه کوښښ کوي چې د روانې مارچ میاشتې د ۱۰ مې نیټې څخه وړاندې چې روژه پیل کیږي، د اسرائیل او حماس تر منځ په غزې کې اوربند وکړي چې له کبله یې لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي او د حماس تر کنټرول لاندې غزه تقریباً له ځمکې سره هواره شوېده.


دا چې د اسرائیل پوځ د غزې تړانګه کلابنده کړې، ګڼ شمیر اروپایي او عربي هیوادونو د هوا له لارې پدې تړانګې کې ګیر پاتې شویو کسانو ته خوراکي او نور مواد لیږلي او د متحده ایالاتو پوځ هم د شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره هلته د هوا له لارې خوارکي او نور مواد خلکو ته ورسول.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام یو مقام د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پرس اژانس ته وویل: "موږ غزې ته د بشري مرستو یوه ګډه الوتنه وکړه."

د سنتکام د دې مقام په وینا، درې سي-۱۳۰ کارګو الوتکو په غزه کې زیانمنو خلکو ته بشري مرستې برابرې کړې.

هغه وویل چې دغو الوتکو د شنبې په ورځ په سیمه ایز وخت له غرمې وروسته "له هوا څخه د خنزیر غوښې پرته د خواړو ټول ۶۶ بستې د غزې خلکو ته وروغورځولې"، خو هغه وویل چې تر دې دمه ددغو خوراکي توکو کره اندازه معلومه نده.

له دې یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې امریکا به د هوا له لارې غزې ته د مرستو رسول پیل کړي. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال تر ۱۰۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول.

حماس وایي دا کسان د اسرائیل پوځ په ډزو ویشتلي خو اسرائیل ټینګار کوي چې ډیر شمیر کسان په ټیل ماټیل کې هم مړه شوي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو یوه ډله چې د جمعې په ورځ د غزې الشفا روغتون ته تللې وه او د پنجشنبې ورځې په پیښې کې ټپي شوي کسان یې لیدلي، ویلي چې اکثریت کسان په ډزو ټپي شوي و.


د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۹ وویل چې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو په پایله کې د غزې په تړانګه کې ۱۱۵ تنه چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو ته په تمه ولاړ وو وژل شوي او تر ۷۶۰ زیات ټپیان شوي دي.

دا مرستې غزې ته داسې مهال رسول کیږي چې د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي پدې تړانګې کې لږ تر لږه ۱۳ ماشومان د بدن اوبو کمیدو او سوی تغذیې له کبله مړه شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG