د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په پاکستان کې د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت پرغاړه واخیست


PAKISTÁN-BOMBA
PAKISTÁN-BOMBA

د اسلامي دولت ډلې (داعش) د یکشنبې په ورځ د جولای ۳۰ (د زمري ۸ مه) د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ښار کې د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست.

داعش ډلې د دوشنبې په ورځ، د جولای ۳۱ (زمري نهمه) د ټلګرام په یوه پیغام کې ویلي چې د دې ډلې ځانمرګي بریدګر، د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې پر یوې سیاسي غونډې برید وکړ.

بلخوا د دوشنبې په ورځ، د جولای ۳۱ (زمري نهمه) سلګونو کسانو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ښار کې د تیرې ورځې د خونړي ځانمرګي برید د نږدې ۵۴ تنو قربانیانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ. د دغه ځانمرګی برید په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د یکشنبې ورځې ځانمرګی برید د جمعیت علمای اسلام ګوند د پلویانو په یوه غونډه وشو، چې د پاکستاني پولیسو په وینا، لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو په کې ګډون کړی وو.

یو عیني شاهد، خان محمد د اسوشیېټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د غونډې مشران د غونډې ځای ته را ورسیدل او خلکو د "الله اکبر" نارې وهلې.

د پاکستان امنیتي چارواکي ویلي وو چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه برید دی د اسلامي دولت (داعش) ډلې کړی وي.

په داسې حال کې چې د یکشنبې د ځانمرګی برید د لسګونو قربانیانو مړي خاورو ته سپارل شوي، خو بلخوا د پېښور ښار په روغتونونو کې د دې پېښې د لسګونه ټپیانو وضعیت نازک د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.‌

د پېښور د یوه روغتون ډاکټر، ګل نصیب اسوشیېټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، چې ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي، ځکه د ده په وینا د ځینو ټپیانو حالت ډېر نازک دی. هغه وويل چې په تېرو څو ساعتونو کې يو شمېر ټپيان هم مړه شوي دي.

ګل اکبر چې ۱۱ کلن زوی یې په دې برید کې ټپي شوی و، اسوشیټیډ پرس ته وویل: "که زما زوی هم شهید شي نو څه به مې کړي وای؟ په دې وحشیانه برید کې پنځه ماشومان ووژل شول او موږ غواړو پوه شو چې زموږ د ماشومانو څه ګناه کړې وه."

په پام کې ده چې د پاکستان په ټول‌ ټاکنو کې چې د اکتوبر په میاشت کې به ترسره شي، د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند هم برخه واخلي.

عبدالرشید، چې ددغه ګوند له جګپوړو مشرانو څخه دی، ادعا کوي، چې د یکشنبې ځانمرګی برید د ګوند د کمزوري کولو په موخه شوی، خو وايي: "دا ډول بریدونه زموږ هوډ نه کمزوری کوي."

د جمعیت علمای اسلام ګوند د پاکستان د صدراعظم، شهباز شریف د ایتلافي حکومت برخه ده چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشتې کې یې له واکه د عمران خان له لرې کولو وروسته، ددغه هېواد واک ترلاسه کړ.

شهباز شریف له مولانا فضل الرحمان سره په ټیلفوني خبرو کې په دغه پیښه خواشینی څرګنده کړه او ویلي یې دي چې د دغه برید عاملانو ته به د خپلو کړنو سزا ورکړل شی.

د پاکستان د طالبانو تحریک هم ویلي چې دا برید د مسلمانانو ترمنځ د واټن او بې اتفاقۍ د رامنځته کولو په خاطر ترسره شوې دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د دغه برید د غندلو په ترڅ کې ویلي چې دا ډول جنایتونه په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دي.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د یکشنبې ورځې ځانمرګی برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د چین مرستیال صدراعظم هی لیفینګ اسلام اباد ته ورسېد. د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصاد د پياوړتيا په موخه نوي تړونونه لاسليک کړل.

له دغه برید وروسته په پاکستان کې یوه کلتوري غونډه چې ټاکل شوې وه د چین د لومړي وزیر مرستیال پکې ګډون وکړي لغوه شو.

مولانا فضل الرحمن چې له اوږدې مودې راهیسې د افغان طالبانو ملاتړی دی، تر اوسه په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونو کې لږ تر لږه له دو بریدونو ژوندی وتی دی.

د یکشنبې د ورځې برید په خیبر پښتونخوا کې په یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی برید و.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د پولیسو په یوه کمپلیکس کې دننه په یوه جومات کې د پاکستان د طالبانو تحریک د یوه بریدګر له خوا په ځانمرګي برید کې تر ۸۰ ډېر کسان ووژل شول، چې ډېری یې پولیس وو.

په ۲۰۱۴ کال کې په دغه ایالت کې لږ تر لږه ۱۴۷ زده کوونکي هغه مهال ووژل شول چې "د پاکستان د طالبانو تحریک" غړو د پاکستان د پوځ په مالي مرسته چلیدونکي یوه ښوونځي باندې برید وکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG