د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي په جلال آباد کې په طالبانو بریدونه دوي کړي


ISIS
ISIS

د اسلامي دولت – خراسان ډلې ادعا کړې چې د جلال آباد په ښار کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د طالبانو په موټرو بریدونه دوي کړیدي.

دې ډلې په یوې اعلامیې چې په اعماق کې خپره شوې ویلي چې د شنبې په ورځ یې د طالبانو په "دریو موټرو درې جلا بمونه چولي" او یو بل بم د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۹ د طالبانو موټر په نښه کړی و.

سیمه ایزو مطبوعاتو هم ویلي چې د یکشنبې په ورځ د جلال آباد په ښار کې په یو موټر بم چولی و چې طالب وسله وال پکې سپاره وو.

عیني شاهدانو ویلي چې پدې برید کې څو تنه طالب وسله وال ټپي شوي او روغتون ته د درملنې لپاره وړل شویدي. پخپله طالبانو تر اوسه ندي ویلي چې پدې چاودنو کې د هغوي څو غړي وژل شوي یا ټپي شویدي.

د ننګرهار ولایت د اسلامي دولت –خراسان څانګې تر ټولو قوي مرکز بلل کیږي. دا ډله د طالبانو سره د پخوا راهېسي دښمني پالي او په یو بل یې مخکې هم ګوزارونه کړیدي.

په افغانستان کې څه باندې یوه میاشت کیږي چې طالبان واک ته رسیدلي او د ننګرهار ولایت لومړنی ځای دی چې پدې ډلې بمي چاودنې کیږي او وسله وال یې په نښه کیږي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او له هغه وروسته یو ځل بیا دا اندېښنې پیدا شوې دي چې شاید په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې بیا فعالې شي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې څه موده وړاندې ویلي و چې ښکاره شواهد شته چې په افغانستان کې د القاعده فعالیتونه بیا پیل شوي دي. دې ادارې خبرداری ورکړ چې ښايي القاعده په یو کال کې دننه ځان راټول کړي.

د امریکا تر څنګ د افغانستان ګاونډي هیواد ایران هم په افغانستان کې د داعش ډلې په موجودیت اندیښنه ښودلې.

د ایران جمهورر رئیس ابراهیم رئیسي د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۸ (وږي۲۷)‌ په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې له ګډون وروسته وویل چې په افغانستان کې د داعش موجودیت یوازې د ایران لپاره نه بلکې د هغه په خبره د ټولې سیمې لپاره خطرناک دی.





XS
SM
MD
LG