د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي اعتراض کوونکو په بغداد کې د امریکا پر سفارت حمله کړې


د عراقي شیعه ملیشه ډلو په سلگونو پلویانو چې زیات شمیر یې په پوځي یونیفورم کې وو د سه شنبې په ورځ دسمبر ٣١ په بغداد کې د امریکا پر سفارت حمله وکړه.

د اسوشیتدپرس اژانس رپوټ ورکړی چې اعتراض کوونکو د امریکا د سفارت په ساحه کې اور لگولی و او پداسې حال کې چې د ملیشه ډلو په پلوۍ یې بیرغونه رپول، د امریکا ضد شعارونه یې ورکول او د امریکا پر سفارت یې تیږې ورولې. امنیتي قواو ددغو اعتراض کوونکو د شړلو لپاره د اوښکې بهونکي گاز نه کار اخیستی دی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، ددغه پیښې په غبرگون کې ایران د امریکا پر سفارت باندې د برید په "طرحه" تورن کړی دی.

پدې ترڅ کې ویل شوي چې د امریکا د سفارت کارکوونکي بل ځای ته انتقال شوي او یواځې امنیتي مامورین د سفارت د ساتنې لپاره په ودانۍ کې پاته دي.

د اسوشیتدپرس، د رپوټ له مخې برید کوونکو غوښتل د امریکا د سفارت ودانۍ ته ننوځي، خو د سفارت په لور د شاوخوا دوه سوه متره فاصلې له وهلو وروسته ودریدل.

ددې پیښې وروسته د عراق د کورنیو چارو وزارت ځواکونه د امریکا د سفارت بهر ورسیدلې او خبر یې ورکړ چې د سفارت د امنیت لپاره نورې قواوی هم موظف شوي دي.

په بغداد کې د امریکا پر سفارت باندې برید وروسته له هغې وشو چې د امریکا د متحده ایالاتو هوایي ځواک د یکشنبې په ورځ په عراق او سوریه کې د حزب الله د کتائب ملیشه ډلې پر مرچلو باندې هوایي بریدونه وکړل. پدې بریدونو کې شاوخوا ٢٥ تنه وژل شوي او په لسگونو نور ټپیان شوي دي.

ددغه برید وروسته د عراق شیعه ملیشه چې ایران یې ملاتړ کوي خبرداری ورکړ چې د امریکا د بریدونو غچ به واخلي. د امریکا د سفارت پر وړاندې د اعتراض کوونکو او بریدکوونکو په ډله کې د سپاه بد رئیس هادي عامري هم لیدل شوی چې د ایران د حکومت متحد گڼل کیږي.

لوړپوړو امریکایي چارواکو عراق پدې تورن کړی چې امریکایي ځواکونه یې د ایراني پلوه قواو د برید څخه ندي ژغورلي.

ددې پیښې نه یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې: "مونږ ایران ته ددې اجازه نه ورکوو چې د نیابتي قواو نه په استفادې د امریکا پر گټو باندې برید وکړي".

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د حزب الله د کتائب ډلې پر مورچلو باندې یې د نړیوال ایتلاف پر قواو باندې ددې ډلې د وروستیو حملو په غبرگون کې بریدونه کړي چې تیره اونې په کې یو امریکایي قراردادي وژل شوی و.

عراقي لوړپوړو مقاماتو د امریکا له لورې د یکشنبې د ورځې پر هوایي بریدونو انتقاد کړی دی، خو د امریکا متحده ایالاتو د خپل موقف دفاع کړې او خبرداری یې ورکړی چې کیدای شي بیا هم برید وکړي.

د دوشنبې په ورځ د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د امریکا هوایي حملې وغندلې او په یوه اعلامیه کې یې خبرداری ورکړ چې د امریکا اقدامات د منلو ندي او "خطرناک عواقب" به ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ (دسمبر ٣٠) د حزب الله پر مورچلو باندې د امریکا بریدونه محکوم کړل او هغه یې "د تروریزم څرگنده نمونه" وگڼله.

XS
SM
MD
LG