د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: افغانستان کې د صنعتي نشه يي توکو تولید کې زیاتوالی ټولو هیوادونو ته ګواښ دی


د ایران د نشه يي توکو سره د مبارزې د دفتر عمومي منشي اسکندر مومني په افغانستان کې د نشه يي توکو په صنعتي تولید کې په زیاتوالي باندې اندیښنه ښودلې او ددغو توکو تولید یې ټولو هیوادونو ته یو لوی ګواښ بللی دی.

د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې اسکندر مومني افغانستان سره د ایران سرحدي ولایت مشهد ته د یو سفر پر مهال ویلي دي چې دا هیواد د نشه يي توکو د قاچاق څخه هیڅ چاره نلري، مګر دا چې د مخنیوی اقداماتو ته په لومړیتوب کې ځای ورکړل شي.

هغه ویلي چې په نړۍ او د ایران په ګاونډي هیواد افغانستان کې د نشه يي توکو د کمیدو په برخه کې هیڅ کوم روښانه لید لوری نه ویني.

ښاغلي مومني افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو کښت کمیدو ته په اشارې وویل:" مونږ د هرې هغې هڅې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کمیدو سبب شي هرکلی کوو، خو په دغه هیواد کې شواهد ښيي چې د نشه يي توکو تولید نه دی کم شوی او حتی چې د صنعتي نشه يي توکو تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او دا ټولو هیوادونو ته یو جدي خطر دی".

دغه ایراني چارواکي په افغانستان کې صنعتي نشه يي توکو تولید د زیاتیدو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمونو په وړاندې ادارې (UNODC) یوه تازه سروې ښيي چې د تیر۲۰۲۲ کال د کوکنارو د کرکیلې د بندیدو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان وروسته افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله کې او تولید کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی دی.

ددغې سروې جزئیات چې نومبرپنځم (لړم ۱۴) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" له خوا خپاره شوي په کې ویل شوي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله د ۲۳۳ زره هکتارو څخه یوازې ۱۰۸۰۰ هکتارو ته راکمه شوې ده.

په دې سروې کې ویل شوي: "دا کموالی د اپینو په عرضه کې د ۹۵ فیصدو کموالي سبب شوی دی چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۶۲۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۳۳ ټنو ته د عرضې کچه ټیټه شوې ده. د کوکنارو د کر ډیر زیات کموالی به په کلیوالو سیمو کې هغو زیامننونکو ټولنو باندې چې د کوکنارو په عوایدو یې اتکا لرله په بیړني ډول بشري پایلې ولري".

ددې سروې له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د حاصل اندازه یو میلیارد او ۳۶۰ میلیونه ډالره وه، خو په روان ۲۰۲۳ کال کې دا اندازه ۱۱۰ میلیونو ډالرو ته راکمه شوې ده.

د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر لس (وږي ۱۹) یې خپور کړی په افغانستان کې په چټک او مخ په زیاتیدونکي ډول د متامفتامین د تولید د زیاتیدو او له دغه هیواد څخه د سیمې هیوادونو ته د قاچاق د زیاتیدو خبر ورکړی وو.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان او ددغه هیواد په نږدې ګاونډیو هیوادونو کې د متامفتامین قاچاق دولس برابره زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې موندنې ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته او د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې په نشه يي توکو د بندیز وروسته هم د هروئینو قاچاق په ټیټه بیه دوام موندلی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په درییمه (حمل ۱۴) د یو فرمان په ترڅ کې افغانستان کې د کوکنارو کښت، نشه يي توکو استعمال، انتقال، خرڅلاو، تولید او کاروبار په بشپړ ډول منع کړ.

هغه په دغه فرمان کې خبرداری ورکړی، چې سرغړونکو سره به د شریعت پر اساس چلند څخه کار واخیستل شي او د هغوی فصلونه به له منځه یوړل شي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د متامفتامین قاچاق د طالبانو د مشر له خوا د نشه یي توکو د منع کولو د فرمان وروسته ډیر زیات شوی دی، چې په چټک ډول د نشه يي توکو د تولید د پراختیا او د دغو توکو د غیر قانوني بازارونو د بڼې احتمالي بدلون ښيي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG