د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران د کړکیچ په اوج کې جواد ظریف نیویارک ته لاړ


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په رسمي سفر نیویارک ته روان شوی دی.

د ایران د دولتي اژانس په راپور کې ویل شوي چې ټاکل شوې ښاغلی ظریف امریکا ته د سفر په ترڅ کې په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په غونډه کې گډون وکړي.

دغه سفر پداسې حال کې کیږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ دوام لري.

د ایران د سپاه پاسداران له لورې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پرزولو وروسته د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران پر خاورې تر بریده مخکې لاړ، خو د برید د عملي کیدو څخه څو شیبې مخکې یې د حملې د درولو امر وکړ.

له دې دمخه امریکا د ایران سپاه پاسداران د ترهگرو سازمانونو په لست کې شامل کړی و او ایران یې په غبرگون کې اعلان کړی و چې په سیمه کې ټول امریکایي ځواکونه د ترهگرو قواو ته توگه پیژني.

امریکا ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر پداسې حالاتو کې د ایران او امریکا کړکیچ په بې سارې توگه جدي شوی د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې مهم گڼل کیږي.

د ملگرو ملتونو په غونډه کې له گډون پرته امریکا ته د ښاغلي جواد د کاري پروگرام په اړه نور جزییات تر اوسه ندي خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG