د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون هر کلی وکړ


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه په خپل لومړي غبرګون کې د دغې هوکړې هرکلی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه «کب۱۱مه» په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ایران د هر هغه بدلون چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او ثبات سره مرسته وکړي هرکلی کوي.

"د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه بدلون چې په افغانستان کې سولې د ټینګیدو او ثبات سره مرسته وکړي هرکلی کوي او په دې برخه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کیدوونکو هڅو ملاتړ کوي او په دې باور دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور غیرقانوني دی او په دغه هیواد کې د ناامنۍ او جګړو اصلي دلیل دی".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې هیله ښودلې چې په افغانستان کې به یو داسې دولت رامنځته شي چې د خپلو ګاونډیانو سره ښيي او د ورورګلوۍ اړیکې وپالي او د تروریزم جړلې وباسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې باور دی چې په افغانستان کې تل پاتې سولې پر سر موافقه د بین الافغاني خبرو له لارې چې د طالبانو په ګډون ټولې سیاسي ډلې په کې ګډون ولري او د ګاونډیانو ملاحظاتو ته په کې پاملرنه شوي وي ترسره کیدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په افغانستان کې د امریکا د شااوخوا ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف د سولې یو تاریخي تړون په دوحه کې لاسلیک کړ.

د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ایران په ګډون د شااوخوا ۳۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو استازو ګډون کړی و.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یاد تړون تر لاسلیک مخکې پخپل وینا کې د افغان سولې بهیر کې د پاکستان، چین، مالیزیا او ځینو نورو هیوادونو د مرستې ترڅنګ د ایران له همکاریو څخه هم مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG