د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په عراق کې په کردي ملیشو برید کړی


د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو شنبه سپټمبر ۲۴ (تلې۲) د عراق په شمال کې د کردي ملیشو په یوې ډلې برید کړی.

ایران دا برید پداسې حال کې کړی چې د یوې ځوانې نجلۍ تر وژل کیدو وروسته د دې هیواد په ګڼ شمیر سیمو کې خلکو مظاهرې پیل کړي او د امنیتي ځواکونو سره د اخ او ډب په پیښو کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شویدي.

دغه ځوانه نجلۍ چې ۲۲ کاله عمر یې درلود د ایران د کردستان سیمې اوسیدونکې وه.

د ارنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د ایران په لویدیځ کې د آزربایجان ولایت څخه د عراق په سرحدي سیمو کې د "ترهګرو" په مرکزونو د هاوان توغندي وار کړي.

په راپور کې د برید په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي او دا هم پکې ندي ویل شوي چې دا برید ولې شوی او د مرګ ژوبلې په هکله هم څه ندي ویل شوي.

د عراق حکومت هم تر اوسه په کردي ملیشو د ایران د برید په هکله څه ندي ویلي.

په عین حال کې د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس تسنیم چې ګمان کیږي د ایران د پوځ سره نږدې اړیکې لري د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د اعلامیې په حوالې لیکلي چې دا عملیات به ادامه ولري چې په سرحد کې د امنیت ډاډ تر لاسه شي.

د تسینم اژانس په راپور کې ویل شوي چې پدې برید کې د کردي بیلتون غوښتونکو مرکزونه په نښه شوي و او دې ډلې ته "جدي" زیان رسیدلی خو نور جزیات یې ندې ورکړي.

د تسینم اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا برید په ایران کې په تازه نارامیو کې د کردي بیلتون غوښتونکو سره د پراخ ملاتړ په غبرګون کې شوی.

سره لدې چې یوې غیر دولتي مؤسسې ویلي په مظاهرو کې تر اوسه د پنځوسو څخه ډیر کسان وژل شوي خو د ایران دولتي تلویزیون بیا د پولیسو په ګډون د ۴۱ کسانو د مړینې راپور ورکړی.

په ایران کې ولسي اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې یوه ۲۲ کلنه میرمن مهسا امیني د "ګشت ارشاد" په نامه د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا د سم حجاب د نه اغوستلو له امله ونیول شوه او په توقیف کې مړه شوه.

د مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران په بېلابېلو ښارونو او ولایتونو کې د جمعې په ورځ د سپټمبر ۲۳مه (تلې لومړۍ نېټه) پراخو مظاهرو دوام درلود چې په کې د مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی.

که څه هم د ایران لسګونو ښارونو ته د لاریونونو د لمنې پراخیدل لاهم روښانه نه دي، خو دا غورځنګ د ۲۰۱۹ راهیسې د ترټولو پراخې ناکرارۍ څرګندونه کوي. د بشري حقونو د ډلو په وینا په هغه وخت کې د مظاهره چیانو په وړاندې د حکومت د ځپنې او تاوتریخوالی په نتیجه کې په سلګونو کسان وژل شوي وو

XS
SM
MD
LG