د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي د حکومت ضد مظاهره چیان "بدعمله او جنایتکاران" وبلل


د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي یکشنبه جون ۴ (غبرګولي۱۴) د غربي هیوادونو پر ضد د خپل جدي دریځ دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې پدې برخې کې هر ډول جوړجاړی به د ایران دښمنان لا ډیرې دښمنۍ کولو ته راوبولي.

ښاغلي خامنه اي چې په ایران کې د اسلامي انقلاب باني ایات الله روح الله خمیني د تلین په مراسمو کې وینا کوله وویل، "ځیني په غلطۍ دا فکر کوي چې مونږ په ځینو قضیو کې د خپل دریځ څخه تیر شوي یو چې د متحده ایالاتو یا اسرائیل دښمنۍ د کمیدو سبب به شي."

خامنه اي چې د هیواد په ټولو سترو پالیسیو کې د وروستۍ پریکړې واک لري پخپلو خبرو کې وویل چې دا ډول فکر کول " یوه سهوه ده".

د ایران دې جګپوړي چارواکي همدارنګه پخپلې وینا کې د هغو حکومت ضد مظاهرو یادونه هم وکړه چې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مرګ وروسته په ټول ایران کې پیل شوې.

تېرکال د سپتمبر په میاشت مهسا امیني د ایران د ارشاد د پولیسو په توقیف کې مړه شوه او له هغې وروسته خلکو مظاهرې وکړې. پولیسو هغه د "بد حجابۍ" په تور نیولې وه.

خامنه اي پدې مظاهرو کې برخې اخیستونکو ته په اشارې سره وویل، "جنایتکارانو او بدعملو چې څه کول وې کړل او مضرو افرادو دا ډول شعارونه هم ورکول".

یو شمیر مظاهره چیانو د مظاهرو پر وخت مرګ پر دکاتور شعارونه ورکول چې هدف یې خامنه اي و.

هغه پدې هکله وویل، "د هغوي (حکومت ضد مظاهره چیانو) د دسیسې له مخې هغوي فکر کاوه چې د ایران اسلامي جمهوریت ختم شوی او کولی شي د ایران ولس د مري په توګه ونیسي خو دا هغوي یو ځل بیا غلط و او زمونږ ولس یې سم نه و پیژندلی".

ایراني چارواکو دا ولسي مظاهرې د بهرنیانو دسیسه بللې خو پدې هکله یې هیڅ کوم شواهد ندي ورکړي خو پخپله مظاهرو چیانو بیا ویلي چې هغوي په هیواد کې د څو لسیزو ځپل کیدو او اقتصادي نا منظموالي پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي.

د ایران پولیسو د شنبې ویلي چې په عامه ځایونو کې به کمرې نصب کړي ترڅو هغه ښځې وپېژني چې د حجاب د اجباري اصولو څخه سرغړونه کوي.

د ایران پولیسو یوې اعلامیې کې ویلي دي، وروسته له هغه چې ښځې وپیژندل شوې چې د اجباري حجاب څخه سرغړونه کوي، هغوی ته به د [حجاب اغوستلو د سرغړونې] د پایلو په اړه پیغام ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG