د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي، طالبان هڅه کوي له افغان حکومت سره سولې ته ورسېږي


د ایران د ملي امنیت شورا منشي وايي، وسله وال طالبان هڅه کوي چې له افغان حکومت سره سولې ته ورسېږي.

علي شمخاني د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۷مه» په ایران کې د اسیا لوېدیځ کې امنیت او دفاع په نوم غونډه کې ویلي چې ایران هم له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې مرسته کوي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس راپور له‌مخې ښاغلي شمخاني ویلي چې امریکا د خپلو استازو له لارې د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه ایران ته ویلي چې چمتو دي په دې اړه ورسره خبرې وکړي، خو امریکايي چارواکو لا تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم د ایران د ملي امنیت شورا د منشي‌ علي شمخاني د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ایران په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په دې وروستیو کلونو کې له افغان وسله والو طالبانو سره اړیکې پراخې شوي دي.

دغه هېواد په نژدې یوه میاشت کې دوه ځله د وسله والو طالبانو له استازو سره د لیدنو خبر ورکړ.

د تېرې شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي کابل ته د خپل سفر پرمهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره له طالبانو سره د خپلو وروستیو کتنو جزئیات شریک کړل.

عباس عراقچي روانه اونۍ له ولسمشر غني سره وکتل
عباس عراقچي روانه اونۍ له ولسمشر غني سره وکتل

​ایران پر داسې مهال له افغان سولې سره د همکارۍ خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه په د بېلابېلو اړخونو لخوا هڅې زیاتې شوي‌ دي.

تېره میاشت په ابوظبۍ کې د امریکا متحده ایالاتو، طالبانو، سعودي، اماراتو او پاکستاني‌ استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه تر سره شوه.

ټاکل شوې وه چې بله ورته غونډه په روانه جنورۍ میاشت کې په سعودي عربستان کې تر سره شي خو رویټرز اژانس تېره ورځ د طالب چارواکو په حواله راپور ورکړ چې دغه ډله به د سعودي په غونډه کې ګډون و نه کړي.

د طالبانو یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دوی غواړي د سولې خبرې او تماسونه دې په قطر کې وشي.

XS
SM
MD
LG