د لاس رسي وړ اتصالات

 
چین، روسیه او ایران ګډ پوځي‌ تمرینات کوي

چین، روسیه او ایران ګډ پوځي‌ تمرینات کوي


ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ، مارچ نهم (کب ۱۹) راپور ورکړی چې د چین،‌ روسیې او ایران سمندري ځواکونه د همکاریو د زیاتوالي‌ لپاره روانه اونۍ ګډ پوځي تمرینات پيل کوي.

درې واړه هېوادونه د هغه څه په وړاندې چې دوی یې د امریکا تسلط یادوي او ورسره په ګډه د مقابلې هیله لري له دې وړاندې هم همداسې پوځي تمرینات کړي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس ټاکل شوې چې دا تمرینات د سه شنبې په ورځ په چابهار بندر کې، چې د ایران په جنوب ختیځ کې د عمان خلیج په غاړه موقعیت لري، پیل شي.

تسنیم په خپل راپور کې د دغو عملیاتو موده نه ده مشخصه کړې.

په دې راپور کې راغلي ټاکل شوې چې په دغو تمریناتو کې د چین او روسیې د سمندري ځواکونو جنګي او ملاتړې کښتۍ او همدارنګه د ایران د پوځ او سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو جنګي کښتۍ ګډون وکړي.

راپور کې همداشان ویل شوي چې دا تمرینات به "د هند د سمندر په شمال" کې ترسره شي او هدف یې "په سیمه کې د امنیت پیاوړی کول او د درې واړو هېوادونو ترمنځ څو اړخیزه همکاري پراخه کول" دي.

اذربایجان، جنوبي افریقا، عمان، قزاقستان، پاکستان، قطر، عراق، متحده عربي امارات او سري لانکا به په دغو پوځي تمریناتو کې د څارونکو په توګه ګډون ولري.

د چین دفاع وزارت د وی چیټ ټولنیزو رسنیو په شبکه کې وویل چې بیجینګ به "یوه ویجاړونکې او یوه اکمالاتي کښتۍ" سیمهکې ځای پر ځای کړي.

د ایران پوځ په فبروري میاشت کې هم "د هر ډول ګواښ په وړاندې د دفاعي وړتیا د پیاوړي کولو" لپاره په همدې سیمه کې پوځي تمرینات ترسره کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG