د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د برتانیې نیولې کښتۍ ازاده کړه


ایران د برتانیې هغه کښتۍ ازاده کړه چې له تیرو لسو اونیو راهیسې د ایران سپاه پاسداران توقیف کړې وه.

د کښتۍ مالکینو ویلي چې دغې کښتۍ د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې۵) د بندر عباس څخه د ترکیې په لور حرکت وکړ.

د دغې کښتۍ ټول کارکوونکي به په دوبۍ کې له یو لړ صحي معایناتو وروسته د هغوي کورنیو ته وسپارل شي.

دغې کښتۍ ۲۷ کسه عمله درلودله چې له ډلې یې ۷ کسان د روانې میاشتې په پیل کې ایران خوشې کړي وو.

د جولای په میاشت کې د ایران سپاه پاسداران ډلې د هرمز په تنګي کې دغه کښتۍ دوه اونۍ وروسته له هغې ونیوله چې برتانیې د ایران یوه کښتۍ ایساره کړه.

د ایران دغه کار په نړیواله کچه د ګڼو هیوادونو توند غبرګونونه وپارل.

همداراز د سعودي عربستان د تيلو په عمده تاسیساتو باندې د برید سربیره په خلیچ کې د نفتو د لیږد ګڼ شمیر کښتیو باندې څو ځلې حملې شوي دي.

امریکا د دغو پیښو پړه څو وارې پر ایران اچولې ده خو ایراني مقاماتو بیا دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG