د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یو قوماندان د ملي امنیت د عالي شورا مشر وټاکه


کیڼ لوري ته د ایران د ملي امنیت د عالي شورا نوی ټاکل شوی مشر علي اکبر احمدیان د ایران د قُدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني سره لیدل کیږي.
کیڼ لوري ته د ایران د ملي امنیت د عالي شورا نوی ټاکل شوی مشر علي اکبر احمدیان د ایران د قُدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني سره لیدل کیږي.

په ایران کې دولتي مطبوعاتو دوشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) ویلي چې د دې هیواد جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو قوماندان علي اکبر احمدیان د ملي امنیت د عالي شورا نوی مشر ټاکلی.

په مطبوعاتو کې دا ندي ویل شوي چې د دې شورا مخکنی مشر علي شامخاني چې تقریباً لس کاله یې پدې مقام کې کار کړی ولې له دندې لیرې شوی. ښاغلي شامخاني د سعودي عربستان سره د تهران اړیکو په نرمولو کې مهم نقش ادا کړی و.

د جمهوري ریاست په ویبپاڼې کې یوازې دومره ویل شوي چې، " د جمهور رئیس د حکم له مخې علي اکبر احمدیان د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټاکل شوی".

دا شورا په ایران کې تر ټولو لوړه امنیتي اداره ده او د هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ته راپور ورکوي چې د ډېرو پالیسو په هکله د پریکړې کولو وروستۍ مرجع ده.

د جمهوري ریاست په ویبسایټ کې ویل شوي چې احمدیان د دې هیواد د ملي دفاع پوهنتون څخه فارغ دی او وړاندې تر دې چې دې لوړې څوکۍ ته وټاکل شي، د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو په قول اردو کې د ستراتیژیک مرکز مسؤل و.

دغه جنرال چې شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري د ستر مذهبي مشر د سلا مشورې په بورډ کې یې هم هم کار کړی. هغه د پاسداران انقلاب قول اردو بحري ځواکونو کې هم د قوماندان په توګه کار کړی او د همدې ځواکونو عمومي لوی درستیز هم و.

متحده ایالاتو په ۲۰۰۷ کال کې کله چې علي اکبر احمدیان د پاسداران انقلاب ځواکونو لوی درستیز و، د هغه نوم یې په تور لست کې اچولی و.

شامخاني ۶۷ کلن دی. هغه په ۲۰۱۳ کال کې د ډیر محافظه کار سعید جلیلي پر ځای د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا مشر وټاکل شو.

ښاغلی شامخاني په ټبر عرب دی او د احمدیان په شان پخوا د پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان و. دی پدې مشهور دی چې د خلیج هیوادونو سره یې د ایران د جنجالونو په کمولو کې مهم نقش درلود.

د ملي امنیت د عالي شورا دې پخواني مشر همدارنګه د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د ایران د اتومي پروګرام په خبرو کې مهم نقش درلود چې بالاخره د همدې خبرو په نتیجه کې په ۲۰۱۵ کال کې تاریخي موافقه وشوه.

خو دا موافقه په ۲۰۱۸ کال کې وروسته تر هغه له منځه ولاړه چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه ترې خپل هیواد وایست او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

امریکا او لویدیځو هېوادونو په ایران باندې د هغه هېواد د اتومي پروګرام له کبله کلک اقتصادي بندیزونه لګولي او د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره تر دې دمه خبرو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د ۲۰۱۵ کال د تړون په اساس، ایران باید خپل اتومي پروګرام درولی وای او په مقابل کې به پرې لګول شوي بندیزونه لېرې کېدل.

خو د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ د مۍ په میاشت کې په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووت او وویل چې په تړون کې د ایران ګټه ډېره ده.

سره لدې چې پدې تازه وختونو کې په شامخاني لدې کبله انتقادونه ډیر شوي و چې د بهرنیو چارو وزارت پر ځای یې د سعودي عربستان سره په خبرو کې مهم نقش درلود خو ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهایان بیا دا انتقادونه رد کړي او وایي چې په خبرو کې هیڅ ډول اختلاف نشته او هر څه په همغږۍ کیږي.

XS
SM
MD
LG