د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ۷ نور کسان اعدام کړل - بشري حقونو ډله


په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ډلې نن چهارشنبه مۍ ۱۰ (غوايي۲۰) وویل چې د ایران حکومت اوه تنه نور د نشه يي توکو د قاچاق او جنسي تېریو په تور اعدام کړي دي.

د بشري حقونو ډله وايي چې ایران په تېرو دوو اوونیو کې د اعدام کولو بهیر چټک کړی دی. په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ډله وايي چې نن چهارشنبه درې تنه د تهران څخه د باندې د «کرج» ښار د «قزل حصار» په زندان کې او څلور تنه نور د «د رجايي شهر» په زندان کې اعدام شوي دي.

فرانس پرس اژانس وايي چې د ایران د عدلیې وزارت په ویپاڼې «میزان» کې د نشه يي توکو په جرم د دریو کسانو د اعدام خبر تائید شوی او ویل شوي دي چې دا کسان د کوکاینو د وېش د یوې ډلې غړي وو. خو د څلورو نورو کسانو د اعدام خبر لا په رسمي ډول تائید شوی نه دی.

د ایران د بشري حقونو دا ډله وايي چې په ایران کې په تېرو ۱۲ ورځو کې لږ تر لږه ۶۴ کسان اعدام شوي دي، د دغې ډلې مشر محمد امیري مقدم وویل: «د حکومت د قتل ماشین چټک شوی دی- - هدف یې د خلکو تحقیرول دي او ټول قربانیان یې د ټولنې کمزوري خلک دي.»

دغې ډلې یو تصویر خپور کړی او وايي دا د هغو کسانو د کورنیو تصویر دی چې د قزل حصار په زندان کې اعدام شوي. وايي دوی اعتراض کړی و او غوښتنه یې کوله چې د کورنۍ غړي یې اعدام نشي.

په ویدو کې ښودل کېږي چې پولیسو د دوی د خواره واره کولو لپاره اوښلن ګاز شېندې او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي. دا ډله وايي چې یو معترض دومره وهل شوی و چې روغتون کې بستر شوی دی.

فعالان وايي چې د ایران حکومت د مهسا امیني د مړینې د غندنې په ضد له مظاهرو وروسته اعدام کولو ته زور ورکړی چې خلک وډار کړي او تحقیر یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر ولکر ترک وویل چې ایران تېرکال ډېر خلک اعدام کړي چې په اوسط ډول په اوونۍ کې تر ۱۰ کسانو ډېر وو. د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهېسې ایران د نشه یي توکو لږ تر لږه ۲۰۹ «مجرمین» اعدام کړي دي، خو ملګري ملتونه وايي چې ممکن اصلي شمېر تر دې زیات وي.

ولکر ترک وویل: «سږکال په اوسط ډول تر دې دمه په ایران کې څه باندې ۱۰ کسان اعدام شوي‌ او په دې سره ایران په نړۍ کې د خلکو د اعدام له پلوه تر ټولو بد هېواد دی.»

نوموړي وویل چې په ایران کې تېرکال ۵۸۰ کسان اعدام شوي وو او اندېښنه دا ده چې ایران بیا هم په همدې لارې روان دی. ایرن د دوشنبې په ورځ هم دوه کسان په ټولنیزو رسنیو کې «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» په تور اعدام کړل. متحدو ایالتونو او د بخښنې نړیوال سازمان دا اعدامونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG