د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرت نړیوال سازمان: افغانستان کې زمونږ د مرستو په بهیر کې باید مداخله ونشي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان یا (IOM) په دغه هیواد کې پخپلو فعالیتونو کې پر نه مداخلې ټینګار کړی دی، تر څو یاد سازمان په بې طرفه توګه د اړمنو خلکو لاس رسي ته دوام ورکړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ ناوخته نومبر ۲۶ (لېدنۍ ۵) په یوې اعلامیې کې ویلي: "موږ به په بې طرفه توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو، خو له خنډ پرته چې د دې تضمین وشي زموږ همکاران او کار کوونکي وکولای شي په ځانګړي ډول ښځو او نجونو او د ټولنې ځپل شوي قشر ته خپله مرسته ورسوي."

د مهاجرت نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې دوی له نورو نړیوالو بنسټونو سره داخلي بېځایه شویو کورنیو ته مرستې رسولو ته ژمن دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان روانه اونۍ وویل چې تر دا مهاله په افغانستان کې څه باندې ۵.۵ میلیونه کسان په زور له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

(IOM) نه ده روښانه کړې چې د چا له لورې په چارو مداخله کیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس یوازې په روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې څه باندې نیم میلیون کسان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان همدارنګه زیاته کړې چې په افغانستان کې بېځایه شوو کورنیو ته د بشري مرستو رسول د دوی په لومړیتوب کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د روانې نومبر میاشتې له ۱۱ نېټې څخه بیا د همدې میاشې تر ۲۱ پورې د دغه سازمان لخوا ۹۳۹۱۷ اړمنو افغانانو ته بشري مرستې رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په افغانستان کې قحطۍ ته د نژدې کسانو شمېر ۸.۷ میلیونه ته رسیږي دغه شمېر د روان کال لومړیو ته درې میلیونه زیات شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس د افغانستان شااوخوا ۲۴ میلیونه کسان یا د دغه هیواد ۶۰ سلنه نفوس له سختې لوږې سره مخ دی.دغه نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې دروان کال تر پایه به ۹۷سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند وکړي.

دغه نړیوال سازمان ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه به تر پنځه کلنۍ کښته شااوخوا ۳.۲ میلیون ماشومان په خوراځواکۍ اخته شي.

XS
SM
MD
LG