د لاس رسي وړ اتصالات

آی او ایم :۶ میاشتو کې نږدې ۲۲۵ زره افغانان له ایران څخه وطن ستانه شوي


سږکال په لومړیو شپږ میاشتو کې له دوو سوو او شل زرو زیات افغانان له ایران څخه افغانستان تللي دي.
سږکال په لومړیو شپږ میاشتو کې له دوو سوو او شل زرو زیات افغانان له ایران څخه افغانستان تللي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې " آی او ایم" افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه د ستانه شوو افغانانو د بهیر په اړه په یوه تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ ( چنګاښ ۱۳ مه) يې خپور کړی ویلي، چې د روان میلادي ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له دغو دوو هیوادونو څه باندې ۲۳۵ زره افغانان خپل وطن تللي دي.

" آی او ایم" په دغه راپور کې ویلي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته ټول ۲۲۳ زره ۹۴۶ افغان مهاجر ستانه شوي، چې ۱۲۶ زره یې له دغه هیواد څخه د هغوی د رضا پر خلاف افغانستان ته شړل شوي دي.

د "آی او ایم" د دغه راپور له مخې ۹۷ زره ۹۳۱ نور افغانان په وقفوي ډول په تیرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه خپل وطن ته تللي دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې د دغه راپور له مخې په تیرو شپږ میاشتو کې یوولس زره ۲۲۴ افغان مهاجرین له پاکستان څخه افغانستان ته ورغلي، چې دوه زره ۳۵۰ یې په زور له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي شاوخوا دوه میلیونه افغان مهاجرین په قانوني اود قانوني اسنادو پرته په ایران او له دوه نیم میلیونو زیات نور په پاکستان کې ژوند کوي.

په دې وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرینو ژوند یو څه ښه شوی، خو په ایران باندې د امریکا اقتصادي بندیزونو له امله په دغه هیواد کې د دیره افغانانو ژوند خراب شوی دی.

د رپوټونو له مخې ډیر شمیر افغان مهاجرین د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني ریال د ارزښت د لویدلو له امله دغه هیواد پریښودلو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، اقتصادي ستونزو ډیر هغه افغانان، چې ایران کې د ورځې د مزد په ترلاسه کولو خپلې کورنۍ ساتلې هم دې ته اړ شوي، چې خپل ځانونه د ایراني پولیسو سره د غیر قانوني ګډوالو په لیست کې ثبت کړي او افغانستان ته ستانه شي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې له ایران څخه افغانستان ته د افغان مهاجرینو د ستنیدلو بهیر د تیر ۱۳۹۷ لمریز کال د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو د بهیر سره ډیر توپیر نلري.

تیرکال شاوخوا اوه سوه زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو. اوړم کال دا اندازه څلور سوو زرو تنو ته رسیدلې وه.

XS
SM
MD
LG