No media source currently available
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په ټولو هیوادونو کې، ملي مشروعیت درلودل د نړیوال مشروعیت اساس دی او طالبان باید لومړی د خپلې حکومتوالۍ لپاره داسې اساسات رامنځته کړي چې په کې لومړنی اساس ملي مشروعیت وي.