د لاس رسي وړ اتصالات

د کلدارو ارزښت کمېدو پاکستان کې د یو شمېر افغان کډوالو ژوند سخت کړی


په پاکستان کې د انفلاسیون د کچې په بې ساري ډول لوړېدو او د کلدارو د ارزښت لوېدو په دغه هېواد کې د یو شمېر مېشتو افغان کډوالو ژوند سخت کړی دی.

د خزانه په نوم‎‎‎ پنډغالي کې مېشتې شاوخوا ۴۵۰ افغانې کورنۍ وايي، په مټې د درې وخته ډوډۍ پیدا کولو توان لري.

دغه کډوال وايي، د ګرانۍ له امله نه خپلې روغتیا ته پام کولای شي او نه هم د خپلو ماشومانو د زدکړو اړتیاوې پوره کولای شي.

د همدې پنډغالي اوسېدونکی اسدالله وايي: «افغانانو لپاره دلته کار نشته. او د هغو افغانانو چې مزدوري کوي نو عاید یې ډېر کم دی چې له امله یې نه شي کولای خپل روغتیا ته پام وکړي او نه د خپلو ماشومانو د زده کړو ساتنه وکړي.»

د خزانه کمپ بل اوسېدونکی محمد نصیر عادل وايي، د کلدارو د نرخ لوېدو سخت اغېزمن کړی. هغه وویل: «پخوا چې به مو زر کلدارې ګټلې، نو په ۸۰۰ د کور عاجل ضرورتونه پوره کېدل، یو یا دوه سوه به له موږ سره پاتې کېدلې، چې په دې سره به مو نورې اړتیاوې پوره کولې، خو اوس د انفلاسیون له امله هېڅ هم نه پاتې کېږي.»

په دغه کمپ کې افغان هټیوال د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د اوړو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

کډوال شمس الدین وویل: «لویه ستونزه د اوړو ده، اوړه ګران شوي، خلک یې لټوي خو اوړه نشته. نور خوراکي توکي هم لوړ شوي دي.»

له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د انفلاسیون کچه په لوړېدو ده. اقتصاد پوهان وايي، په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي او د کورنیو تولیداتو کموالی د انفلاسیون د لوړېد سبب شوی چې ورسره په هېواد کې د خوراکي توکو او نور موادو نرخونه هم لوړ شوي دي.

اقتصاد پوه، سید حسین شهید سهروردي، همدا لامل بولي چې د ډالر پر وړاندې د روپۍ ارزښت کم شوی دی. هغه زیاته کړه: «په پاکستان کې صادرات کم شوي او واردات زیات شوي دي نو بیې یې لوړې دي ځکه شیان په ډالرو راځي او پاکستان په روپیو معامله کوي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.

د پاکستان د احصایې د ادارې د راپور له مخې، په دې اونۍ کې له ۰.۴۴ فیصده زیاتوالي سره، اوس په پاکستان کې د انفلاسیون کچه ۳۳.۷۵ سلنې ته رسېدلې او اټکل کېږي چې نوره هم لوړه شي.

شنونکي وايي، که د اقتصاد د ثبات لپاره سمه او اوږدمهاله پالیسي جوړه نه شي، ددغه هېواد اقتصاد به له سقوط سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG