د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده


د افغانانو لپاره د هند بشري مرستې
د افغانانو لپاره د هند بشري مرستې

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت له دغه هیواد سره د هند د بشري مرستو پیلېدو خبر وکړ او ویلي یې دي چې د دغه مرستو لومړۍ جوپه نن شنبه ډسمبر ۱۱ (لېندۍ ۲۰) کابل ته ورسېده.

د سفارت په وینا په دغه بشري مرسته کې ۱۶۰۰ کیلوګرامه د ماشومانو د روغتیا بیلابیل درمل شامل دي چې په کابل کې به د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې ترې ګټه پورته شي.

په هند کې د افغانستان سفارت زیاته کړې: "هند د بشري مرستو په لړ کې د نورو همکاریو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د اساسي درملو او کرونا وبا ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته اعلان کړې چې په نیږدې راتلونکي کې به د واکسین د لیږد بهیر هم پیل شي."

تیره ورځ د کابل او نوي ډهلي ترمنځ تر څلور میاشتني ځنډ وروسته مستقمه الوتنه تر سره شوه.

په ډهلي کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې دغه الوتنه چې له دواړه خواو څخه یې تر دوو سوو پورې بند پاتې افغان او هندي مسافرین ولیږدول د کام ایر خصوصي هوايي شرکت له لوري تر سره شوه.

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په هند کې بند پاتې ۸۵ افغان مسافرین له نوي ډهلي څخه په ځانګړې الوتکه کې کابل ته انتقال شول.

نوموړي زیاته کړې چې د تګ راتګ دغه لرۍ به دوام لري.

ښاغلي بلخي ویلي: "د هند له لوري ۲ ټنه مرسته شوې طبي درمل هم په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون ته راورسیدل چي موږ یې مننه کوو."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له شااوخوا څلورو میاشتو تېرېدو وروسته د نوي ډهلي او کابل ترمنځ مستقمې الوتنې بندې وې.

تر دې مخکې په هند کې بند پاتې افغان مسافرینو د الوتنو د نشتوالې له امله اندېښنې ښودلې وي او په کابل کې د طالبانو حکومت او هندي چارواکو څخه یې د پاملرنې غوښتنه یې کړې وه.

په هند کې یو شمېر بند پاتې افغانان تر دې مخکې د ایران د ماهان هوايي شرکت لخوا له نوي ډهلي څخه ایران او له هغه ځای څخه کابل ته انتقال شوي و.

داسې ویل کیږي چې اوس مهال هم ګڼ شمېر افغانان چې د تیر حکومت په وخت کې د درملنې او ځینو نورو اړتیاو له مخې هند ته تللي و په افغانستان کې د نظام تر بدلون او پروازونو تر درېدلو وروسته هلته بند پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG