د لاس رسي وړ اتصالات

مودي افغانستان د هند "ښه ګاونډی" بولي


د هند صدراعظم نریندرا مودي د هغه هېواد د خپلواکۍ په مناسبت د پنجشنبې په ورځ ولس ته د وینا په ترڅ کې د کشمېر په اړه د خپل حکومت له فیصلې دفاع وکړه.

صدراعظم مودي وویل چې د جمو او کشمیر د نیمه خودمختارۍ حیثیت له لغو کېدو سره به دا سیمه خپل پخوانی برم ترلاسه کړي او د هند په پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې د پاکستان صدراعظم عمران خان له هند سره د جګړې ګواښ وکړ، صدراعظم مودي پاکستان په افغانستان، سریلانکا، او بنګلادیش کې د ترهګرۍ په تقویت کولو تورن کړ.

په اټومي وسلو سمبال ډواړو هېوادونو، هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له برېټانیې څخه خپلواکي واخېسته. له خپلواکۍ وروسته، دواړه لوریو د کشمیر پر سر درې ځلې جګړه کړې ده. اسلام آباد او نوي ډهلي پر کشمير د پوره مالکیت دعوا لري.

افغانستان د هند "ښه ګاونډی"

د هند صدراعظم وایې چې نوی ډهلی به د افغانستان او سیمې په سوله کې ستر رول ولوبوي.

مودي د خپلې وینا په یوه برخه کې افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ورکړه ویې ویل: "افغانستان د هند ښه ګاونډی دی او زه هغه هېواد ته سږکال د سلمې کلیزې د لمانځلو مبارکي ورکوم."

د هند خپلواکي؛ مودي افغانستان د هند "ښه ګاونډی" بولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

XS
SM
MD
LG