د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې زهرجنو شرابو د سلو نه زیات تنه مړه کړي


په هند کې چارواکي وایي چې د زهرجنو شرابو د څښکلو له کبله د سلو نه زیات تنه وژل شویدي او په لسگونو تنه په روغتون کې دي

دغه پیښه د اترپردیش او اترکنډ په ایالتونو کې شویده.

چارواکي وایي چې د شراب جوړونکو د ارزان بیه شرابو لپاره په شرابو کې یو داسې کیمیاوي مواد گډ کړی و چې هغه زیات تاوان رسوي. د هند حکومت وایي چې د ککړو کسانو خلاف یې اقدامات کړیدي او پدغه لړ کې یې په لسگونه تنه نیولي دي.

د هند حکومت دا هم وایي چې په وروستیو کې یې د جعلي شرابو د خرڅ په تور د ٣٠٠٠ نه زیات کسان نیولې دي.

ای پي لیکي چې د هند حکومت د لسگونو تنو پولیس چارواکو دندې هم ځنډولې دي.

XS
SM
MD
LG