د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: امریکا د نه باور رای ګیرۍ کې لاس لري ; امریکا دا ادعاوې بې اساسه دي


د پاکستان صدراعظم ادعا کړې چې متحده ایالاتو په پارلمان کې د هغه د لیرې کولو لپاره د سیاسي مخالفینو د نه باور رای ګیرۍ ملاتړ کړی.

ښاغلي خان د جمعې په ورځ په هیواد کې د سیاسي اړو دوړ په هکله په تازه اقدام کې ویلي چې د هغه په خلاف دسیسه د "بهر" څخه جوړه شوې او وایي چې په رسمي توګه یې متحده ایالاتو ته اعتراض څرګند کړی.

عمران خان د پاکستاني تلویزیون (ARY) سره په مرکې هغه لیک ته په اشارې چې په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفارت ته استول شوی، وویل " د امریکا سفارت ته مو رسمي دپلوماتیک اعتراض لیک استولی او ورته ویلي مو دي چې د نه باور په رای ګیرۍ کې مو لاسوهنه کړې".

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې هکله د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په دا ډول سیاسي اړیکو تبصره نکوي.

د وزارت ویاند ویلي، " د پاکستان په کورنیو موضوعاتو کې د متحده ایالاتو د لاس وهنې تورونه هیڅ واقعیت نلري".

دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان صدراعظم د هغه لیک خبره کوي چې ګمان کیږي متحده ایالاتو وروسته تر هغه پاکستان ته استولی چې عمران خان په اوکراین د روسیې د یرغل نه وروسته مسکو ته ولاړ او هلته یې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وکتل.

عمران خان تر دې وړاندې په متحده ایالاتو تور لګولی و چې د ده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي.

ښاغلي خان چې وینا یې په ملي تلویزیون کې خپریده پداسې یو انداز یې د متحده ایالاتو لخوا د پیغام تر لاسه کول یادونه وکړله چې ګواکې لفظي اشتبا ترې وشوه.

هغه وویل، "مونږ ته د امریکا څخه یو پیغام راغی.... او امریکا نه، زما هدف یو بهرني هیواد چې زه یې نوم نشم اخیستی".

۶۹ کلن عمران خان پدې وینا پرته لدې چې د کوم هیواد یا چا نوم واخلي وویل، "هغوي په پاکستان په غصه دي. هغوي وایي که عمران خان د نه باور رایې وبایلي، پاکستان به وبخښي خو که چیرته دا رای ګیري ناکامه شي، پاکستان به د جدي عواقبو سره مخ شي".

ټاکل شوې د پاکستان ملي اسامبله د یکشنبې په ورځ د نه باور په رای ګیرۍ کې برخه واخلي. د ملي اسامبله ټول ۳۴۲ غړي لري او عمران خان په واک کې د پاتې کیدو لپاره باید لږ تر لږه ۱۷۲ رایې وګټي.

خو عمران خان د پنجشنبې په وینا ک وویل چې د واک څخه به استعفا ونکړي او د بهرنۍ مداخلې په مقابل کې به ودریږي.

ښاغلي خان وویل، "رای ګیري به په یکشنبې کیږي. نتیجه چې هر څه وي زه به لا قوي شم او دې دسیسې ته به په هیڅ قیمت اجازه ورنکړم چې کامیابه شي".

XS
SM
MD
LG