د لاس رسي وړ اتصالات

د ننسي پلوسي خاوند د نشې په حال کې د موټر چلولو په تور نیول شوی


ننسي او پال پلوسي په ۱۹۶۳ کال کې واده کړی او پنځه اولادونه لري.
ننسي او پال پلوسي په ۱۹۶۳ کال کې واده کړی او پنځه اولادونه لري.

د متحده ایالاتو د کلفورنیا په ایالت کې پولیسو د استازو د مجلس د مشرې ننسي پلوسي خاوند د نشې په حال کې د موټر چلولو په تور نیولی.

پولیسو پال پلوسي چې ۸۲ کاله عمر لري یکشنبه مې ۲۹ (غبرګولي۸) په دوو جرمونو تورن کړ او د خوشې کیدو لپاره یې ۵ زره امریکایي ډالر ضمانت وټاکه.

د کلفورنیا د ایالت د لویو لارو د ګزمې یو ویاند د استازو د مجلس د مشرې ننسي پلوسي د خاوند د نیول کیدو په هکله نوره تبصره ونکړله خو دومره یې وویل چې د قضیې په هکله به نور معلومات وروسته خپاره شي.

په عین حال کې د میرمن پلوسي ویاند ډریو هامیل ویلي چې د استازو د مجلس مشره به د دې شخصي موضوع په هکله تبصره ونکړي. میرمن پلوسي د یکشنبې په ورځ د روډ آیلنډ ایالت د بروان په پوهنتون کې وینا درلوده.

د کلفورنیا د موټر چلوونې د قوانینو له مخې هیڅوک اجازه نلري چې پداسې حال کې موټر وچلوي چې په ویني کې یې د الکول اندازه تر ۰.۰۸ څخه پورته وي.

د ننسي پلوسي خاوند پال پلوسي د کلفورنیا ایالت د سانفرانسیسکو د ښار اوسیدونکی دی.

ننسي پلوسي او پال پلوسي په ۱۹۶۳ کال کې واده کړی او پنځه ماشومان لري.

تر اوسه نده معلومه چې ښاغلی پلوسي به څه وخت محکمې ته ور وغوښتل شي چې د دې قضیې په هکله سپیناوی ورکړي.

د کلفورنیا ایالت د قانون له مخې د نشې په حال کې موټر چلول جرم دی او که څوک پدې جرم ونیول شي او په محکمې مجرم ثابت شي، د بندي کیدو تر څنګ نغدي جریمه کیږي او آن د موټر چلولو امتیاز ترې د لنډې مودې لپاره اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG