د لاس رسي وړ اتصالات

نړیواله ټولنه افغانستان کې د اقتصادي بحران د لا پراخېدو د مخنيوي هڅه کوي


نړیوال سازمانونه وايي په افغانستان کې تېر کال واک ته د طالبانو رسېدو راهیسې د داسې مرسته کوونکو ادارو د کار مخه نیول شوې چې د افغانستان په پرمختیایي چارو کې یې مهمه ونډه درلوده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشره، ملینډا ګوډ وايي، افغانستان چې لا دمخه په نړۍ کې د لسو بې وزله هېوادونو په کتاره کې وو، خو په دغه هېواد کې د تېر کال بدلونونو او د مرسته کوونکو موسسو د کار په وړاندې خنډونو په افغانستان کې "اقتصادي‌کړکیچ، او بشري ناورین" رامنځته کړی دی.

مرستندویه موسسې وايي په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د لا پراخېدو د مخنیوي هڅه کوي او اړمنو افغانان ته د بشري مرستو رسولو سربیره، کوښښ کوي ددغه هیواد د سوداګرۍ، زراعت او نورو برخو کې له سیمه ییزو کوچنیو کاروبارونو سره همکاري وکړي.

د اسیا او ارام سمندر د سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیاله، کني ویګناراجا وايي اداره یې په پام کې لري چې سږ کال له پنځوس زره کوچنیو کاروبارونو سره مرسته وکړي.

دا وايي چې تر اوسه یې ددې شمېر کاروبارونو له څلورمې برخې سره مرسته کړې ده. یګناراجا زیاتوي چې په خصوصي سکتور کې ددغو سوداګریو اکثره چلوونکي میرمنې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) د روان کال د اګست میاشتې په لومړیو کې وویل، د افغانستان د نفوس ۹۲ سلنه خلک د خوړو د کمښت سره مخامخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، دغه اتحادیې په تېر یوه کال کې د بشري مرستو، مېرمنو او ماشومانو څخه د ملاتړ برسېره، ۲۰۰ زره ښوونکو ته د معاش ورکولو، کرنې او ګڼو نورو برخو کې مرسته کړې ده.

هغه د افغانستان اقتصادي‌ سقوط، بشري ناورین او د کډوالو کړکیچ ته د حل لاري موندلو په موخه د پرنسټن پوهنتون لخوا رابلل شوې غونډې ته وویل، اروپايي اتحادیې هیله درلوده چې د ښوونکو سره د مالي ملاتړ څخه وروسته به طالبان د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

نیکلاسن وايي: "موږ هیله درلوده چې په ژمنیو میاشتو کې نږدې ۲۰۰ زره ښوونکو ته د بېړنیو نغدي‌مرستو سره نه یوازې لومړني، بلکې د منځنۍ دورې ښوونځي هم پرانیستي وي،‌ خو طالبانو په کړې ژمنه عمل و نه کړ".

په ورته وخت کې د نړیوال بانک چارواکي وايي، د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کړنلاره تصویب کړه چې له مخې یې د څه باندې یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت مالي مرستې د طالبانو له کنټرول څخه بهر، نړیوالو خیریه موسسو او نادولتي بنسټونو ته سپارل کېږي.

په واشنګټن کې د افغانستان د مخکني‌ جمهوري نظام سفیره عادله راز انېښمنه ده چې په کور د مېرمنو کښېنولو، د هېواد په اقتصادی کې ددغو مېرمنو د رغنده رول لرلو مخنیوی کړی دی.

هغه وايي: "ځوانې مېرمنې چې تمه لري په اقتصاد کې مرسته وکړي، په کور کښېنول کیږي او د زده کړو اجازه نه لري. زما سره هر وخت یوه ساده پوښتنه وي چې د نړۍ په کچه به کوم داسې هیواد وي چې نیم نفوس یې په کور کښېنول شي، هیڅ دې هم نه کوي او بیا دې با ثباته اقتصاد ولري".

افغانستان ته د بشري مرستو رسوونکې ادارې وايي، په تېر یوه کال کې له اړمنو خلکو سره د نړیوالو مرستندویه ادارو د مرستو سره سره، لا هم اړتیاوې پوره شوې نه دي، او راتلونکی ژمی به سخت وي.

XS
SM
MD
LG