د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ولسي حرکت غړي لوڅې پښې مزارشریف ته روان شوي


سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د شاوخوا ۵۳ ورځو تیرولو وروسته نن د جمعې په ورځ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته لوڅې پښې مزل پیل کړ.
سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د شاوخوا ۵۳ ورځو تیرولو وروسته نن د جمعې په ورځ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته لوڅې پښې مزل پیل کړ.

د هلمند د سولې کاروان غړي،چې اوس یې د خپل حرکت نوم د "سولې ولسي حرکت" ته بدل کړی، وایي، په کابل کې د ۵۳ ورځو تیرولو وروسته نن د جمعې په ورځ (زمري ۱۹ مه) د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښارته پرلوڅو پښو او په پلی مزل روان شوي دي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پر لوڅو پښو د شاوخوا پنځه نیم سوه لیکومټره اوږد مزل هدف د سولې د ولسي حرکت سره د لارې په اوږدو کې د پرتو ولسونو د غږونه بدرګه کول دي.

ښاغلي وطندوست وویل " د اټکل له مخې پنځه نیم سوه لیکومټره لار ده، که مونږ هره ورځ پنځه کیلومټره لار ووهو، نو شاوخوا دوو میاشتو کې مونږ بلخ ته رسیږو، تر بلخ مو د سفر هدف دادی، چې په لار کې اوسیدونکي راپورته شي او وهڅول شي، چې د سولې غږ بدرګه کړي".

ښاغلي وطندوست وویل، چې د سولې د ولسي حرکت له شلو زیات غړي په دې سفر کې شامل دي.

هغه وویل، بلخ ولایت مرکز ته له رسیدلو او هلته د یوې مودې لپاره د تم کیدو وروسته به له هغه ځایه د هرات ولایت ته لاړ شي.

د هلمند د سولې دغه حرکت غړو دروان لمریز کال د غوایي په ۲۳ مه د هلمند د ولایت د مرکز لښکرګاه له ښار څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی وو، چې د خپل پیل کړي مزل پر ۳۷ مه ورځ کابل ته رسیدلي وو.

د سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د خپلې ایسارتیا پرمهال د امریکا، برتانیا، روسیې، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، اسلامي هیوادونو سازمان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ پر وړاندې پرلت ته کښناستل او د لیکونو له لارې یې دغو هیوادونو چارواکو ته د خپل حرکت غوښتنې او وړاندیزونه وسپارل.

بسم الله وطندوست وایي په کابل کې یې د یو شمیر سفارتونو مخ ته د پرلت ناستې ګټورې وې.

ښاغلي وطندوست وویل، چې د سولې ولسي حرکت په نړیواله کچه د سولې لپاره د افغانانو هیله مطرح کړې او د دوی د حرکت وروسته په ټول افغانستان کې د سولې پر ملاتړ حرکتونه او اوازونه اوچت شوي دي.

افغان حکومت وايي، د سولې د ولسي حرکت له هڅو ملاتړ کوي، جمهور رئیس محمد اشرف غني پخپله د سولې ولسي حرکت غړو سره د لیدنې لپاره د کابل په ښار کې چمن حضوري ته ورغلی وو.

خو وسله والو طالبانو په پرله پسې ډول په خپلو اعلامیو کې د سولې دغسې حرکتونه د امریکا د پروګرامونو یوه برخه ګڼلې او د هلمند د سولې ولسي حرکت غوښتنې یې هم ردې کړي دي.

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، وسله والو طالبانو سره د خبرو او سولې ته د هغوی د هڅولو لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی، چې د دغه کمیسیون غړي به په ولایتونو کې د طالبانو له قومندانانو سره اړیکې ونیسي او هغوی به سولې څخه ملاتړ ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG