د لاس رسي وړ اتصالات

د مور په بطن کې د ماشوم د نخاع شوکي عملیات


د امریکا د متحده ایالاتو د اوهایو ایالت د کلفلند د روغتون ډاکترانو د مور په بطن کې د یو جنین جراحي عملیات په بریالیتوب وکړل چې نخاع یې ولادي نقیصه درلودله.

د کلفلند د روغتون ډاکترانو ویلي چې ددې ډول عملیاتو لپاره یې چې په خپل ذات کې لومړني او بیساري دي د څه دپاسه یو کال راهیسې تیاری درلود.

دغه جنین یوه ولادي نقیصه درلودله چې ورته د ملا د مریو سوری "Spina Bifida" ویل کیږي. پدغه ولادي نقیصه کې د جنین د ملا تیر په بشپړه توگه نه وي تړل شوی او یوه برخه یې پرانستې وي او د هماغه ځای نه نخاع شوکي بهر ته وځي.

د کلفلند روغتون ددې عملیاتو په اړه د تصویرونو په خپرولو او د جزییاتو په ورکولو سره ویلي چې د څه دپاسه لسو ډاکترانو او متخصصینو یوې ډلې دغه عملیات کړي دي.

د کلفلند د روغتون د ماشومانو د جراحي د څانگې مشر ویلي دي چې دغه عملیات ډیر خطرناک وو او ډاکترانو د مور د رحم جدار څلور سانتي متره سوری کړ او دغه عملیات یې وکړل.

که د مور په بطن کې ددغه ډول نقیصې درملنه ونشي له زیږد وروسته د ماشوم د معلولیت او حتی د پښو د فلج سبب کیږي. همداشان دغه ستونزه د نخاع شوکي دننه د مایع د فشار د زیاتوالي سبب کیږي چې په نتیجه کې د بیمار ماغزه تخریب کیږي.

ډاکتر کاس ویلي دغه جنین چې یوه نجلۍ ده پدې عملیاتو سره به د زیږد وروسته له لږو روغتیایي ستونزو سره مخ شي او د معلول کیدو امکان به یې کم وي.

همدا اوس د امریکا د وچې په شمال کې ٢٠ روغتونونه د مور په بطن کې د جنین د ولادي نقیصو جراحي عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG