د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې کموالی اساسي روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی محدودوي.
دغه سازمان ویلي چې چې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن له اعلان وروسته په راتلونکو میاشتو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د کموالي احتمال شته.
د بشري حقونو څار ټینګار کړی له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې کموالي له وړاندې د زیات شمیر افغان میرمنو او نجونو په ژوند مضرې او ګواښوونکې اغیزې کړي "ځکه چې دا د روغتیايي خدماتو کیفیت او ورته لاسرسی اغیزمنوي".
د دغه سازمان د ښځو د حقونو یوې مسولې هیدر بار وايي: "نړیوال مرستندویان په تمه دي ترڅو وویني چې ایا د بهرنیو ځواکونو وتل په دغه هېواد باندې د طالبانو د کنټرول د زیاتېدو لامل کېږي او که نه. خو دا د اساسي خدماتو د بودجې د بندولو لپاره هیڅ پلمه نشي کېدلی".
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره تل په نړیوالو مرستو تکیه درلوده خو دا مرستې له څوو کلونو راهیسې مخ په کمېدو دي.
د دغه سازمان د شمېرو په اساس په ۲۰۱۳ کې له افغانستان سره د روغتیا او نفوس په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې له ۱۴۱ میلیون ډالرو څخه ۱۰۵ میلیونو ته کمه شوې ده.
د بشري حقونو څار ټینګار کړی چې مرستندویه هېوادونه او بنسټونه باید د افغانانو په ځانګړې توګه میرمنو او نجونو بیړنیو اړتیاو ته په پاملرنې خپلو روغتیايي مرستو ته لومړیتوب ورکړي.