د لاس رسي وړ اتصالات

هند طالبانو ته په کومه سترګه ګوري؟


تنیجا: د هند په حکومت کې د طالبانو سره د خبرو په اړه دوه ډلې جوړې شوي
تنیجا: د هند په حکومت کې د طالبانو سره د خبرو په اړه دوه ډلې جوړې شوي

له هغه وروسته چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون د روان کال په فبرورۍ میاشتې کې لاسلیک کړ، د سیمې هېوادو ته د دغې ډلې د غړو تګ راتګ پراخ او علني شو.

خو د طالبانو په دغې راشه درشه کې د هند او هندي چارواکو نوم نه لیدل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د هندي چارواکو په اند طالبان د پاکستان یوه نیابتي ډله ده.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې نوی دهلي له دې اندېښمن دی چې طالبانو ته په واک کې ونډه ورکول ښايي په افغانستان کې د هند نفوذ کمزوی او پر ځای یې د پاکستان او چین نفوذ چې د هند کلک سیالان بلل کیږي ډېر کړي. پر همدې بنسټ دغه کارپوهان وایي دا هغه وخت دی چې هند هم باید له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي.

هندي چارواکي له دې هم اندېښمن دي چې طالبان د پاکستان استخباراتي ادارو او د هند ضد تندلارو ډلو لکه لشکر طیبه سره نیږدې اړیکې لري. خو هند په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان له حکومت نه کلک ملاتړ کړی او طالبانو سره یې د یادو اندېښنو په اړه د هر ډول علني روغې جوړې ډډه کړې ده.

کابل کې د هند پخوانی سفیر راکیش سود وایي چې هند په ورستیو کلونو کې له طالبانو سره اړیکې درلودې او دغه ډله غواړي چې له هند سره یې هم اړیکې علني شي.

ښاغلي سود امریکا غږ ته ویلي: "زما په اند طالبانو سره د هند خبرې کولو په اړه پرېکړه باید زموږ د ګتو پر اساس وشي. موږ باید له طالبانو سره مذاکره پیل کړو ځکه موږ لومړنی هېواد و چې د افغانانو پر مالکیت د سولې خبرو په پېلېدو مو ټینګار کوه. نورو هېوادو هم دا خبره کوله خو عمل یې بل ډول و."

د افغانستان د سولې خبرو ته د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، هند ته د تېرې مې میاشتې سفر په اوږدو کې هندي چارواکو ته ویلي وو چې دا به هند ته ښه اقدام وي تر څو د تروریزم په اړه د خپلو اندېښنو په هکله د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

خو د هند (ابزرور) ستراتیژیکو څېړنو مرکز یو کارپوه کبیر تنیجا وايي چې دغه خبره اوس له لاسه وتلی.

تنیجا امریکا غږ ته ویلي: "کله چې طالبانو په ۲۰۱۴، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې هره ورځ له امریکايي ځواکونو سره په جګړه اخته و او طالبانو ته تر ډېره د یوې نیابتي ډلې په سترګه کتل کېدل، هند له دوی سره اړیکې درلودې. هند کولی شول په هغه وخت کې دغه اړیکې پراخې کړي. زما په اند طالبانو سره خبرې ګټه نه لري ځکه دوی اوس د یوې ترهګرې ډلې پر ځای افغانستان کې یو سیاسي اړخ ګڼي.

د ښاغلی تنیجا په وینا د هند په حکومت کې د طالبانو سره د خبرو په اړه دوه ډلې جوړې شوي.

لومړۍ غواړي خبرې وشي ځکه فکر کوي چې دغه ډله به واک ترلاسه کړي او که هند ورسره اړیکې ونه لري ښايي نفوذ له لاسه ورکړي.

بله ډله بیا نه غواړي له طالبانو سره خبرې وشي‌ ځکه دوی یوه تروریستي ډله بولي او دې ډول ډلې سره باید د هند حکومت خبرې ونکړي.

دغه کارپوه به دې باور دی که چېرې هند له طالبانو سره خبرې پیل کړي پوښتنه رامنځ ته کیږي چې دغه هېواد ولې په کشمیر کې له بېلتون غوښتونکو تندلارو ډلو سره خبرې نه پیلوي؟

نوې دهلي او طالبانو تر اوسه د خبرو د پیلولو په اړه څه نه دي ویلي خو د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي‌چې دغه هېواد په دې هڅه دی چې افغانستان کې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.

د افغانستان په بیاجوړونې کې هند یو له لویو مرسته کوونکو هېوادونو دی چې په تېرو ده لسیزو کې یې څه باندې ۳ میلیارډه ډالر د دغه هېواد په بنسټیزو پروژو باندې مصرف کړي دي.

XS
SM
MD
LG